کور / تازه خبرونه / حکيم الله مسعود: “موږ پر خبرو باور لرو”

حکيم الله مسعود: “موږ پر خبرو باور لرو”

د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان طالبانو د تحريک مشر په يوه مرکه کې د پاکستان له حکومت سره د خبرو غوښتنه وکړه.حکيم الله مسعود وايي: “موږ پر خبرو باور لرو، خو حکومت تر اوسه له موږ سره د تماس لپاره جدي گام ندى پورته کړى. حکومت ته په کار ده چې له موږ سره کيني نو هله به موږ ورته خپل شرطونه ووايو”د پاکستاني طالبانو مشر له اسلام آباد سره د خبرو غوښتنه وکړه.حکيم الله مسعود وويل چې تر اوږدو جگړو وروسته يې اوس د پاکستان له حکومت نه غوښتنه داده چې د خبرو لپاره يو پلاوى ور واستوي.د پاکستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د لارې پر جوړولو لگيا دى کار کوي.حکيم الله مسعود په قبايلي سيمه کې له خپل پټنځاى څخه وويل:الحمدالله موږ پر هغوى گوزارونه کړي چې د کافرانو او امريکا ملگرتيا کوي او دغو گوزارونو ته به دوام ورکوو. خو تر هغو چې د مسلمانانو ژوندانه او شتمنيو ته د زيان خبره ده، موږ په تېر کې له هغو سره تړاو رد کړى دى او اوس هم ورسره هر ډول تړاو ردوو”حکومت ته په کار ده چې له موږ سره کيني نو هله به موږ ورته خپل شرطونه ووايويا داده چې طالبانو په رېښتيا سره هم دغه بريدونه آن تر هغه وروسته چې ويې ويل خبرو ته چمتو دي، تر سره کړي او يا دا ده، لکه هغسې چې حکيم الله مسعود وايي پر هغو ياغي اورپکو ولکه نه لري چې پر ولس يې دغه وروستى ناتار راوست.خو هر څه چې وي، بيا هم پوښتنه داده چې ولې له دغسې يوۀ چا سره په خبرو سړى سر خوږ کړي؟ په تېره بيا کوم امتيازونه چې دې يې اوس د غوښتلو اشارې ورکوي، بيخي شونې نه برېښي. هغه وويل د پاکستان د دولت خلاف يې ځکه وسله راپورته کړې چې نااسلامي دى او زياته يې کړه چې هېواد او خلک بايد اسلامي شريعت ته غاړه کېدې.حکيم الله مسعود دغه راز وويل که هر ډول اوربند کېږي په هغه کې بايد د امريکا له خوا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم راشي.