کور / تازه خبرونه / کندهار پوهنتون د کيفيت د تضمين په پروسه کي دريم مقام خپل کړ

کندهار پوهنتون د کيفيت د تضمين په پروسه کي دريم مقام خپل کړ

کندهار پوهنتون د کیفیت د تضمین په پروسه کي د افغانستان د څوارلسو پوهنتونونو د جملې څخه دریم مقام خپل کړى او استادانو او محصلینو لخوا څخه یې پرون د بریا په ویاړ یوه پراخه غونډه جوړه سوې وه.

د کیفیت د تضمین د بریا په ویاړ په جوړه سوې غونډه کي د کندهار والي ددفتر رئيس ، د اطلاعاتو او کلتور رئیس د کندهار پوهنتون علمي مرستیال، او د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړى و.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او د همدې پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمېټې مشر انجینر عبدالتواب بالاکرزي په خپلو خبرو کي وویل چي د کندهار پوهنتون د کیفیت د کمېټې د غړو او د همدې پوهنتون د استادانواو محصلینو په هڅو او کوښښونو سره نن کندهار پوهنتون د هیواد د ۱۳ پرمختللو پوهنتونونو له جملې څخه دریمه درجه پوهنتون دی.

هغه زیاته کړه چي د پوهنتونونو تر منځ د کیفیت د تضمین سیالۍ څه باندي سل کاله کیږي چي د نړۍ د پرمختللو پوهنتونونو تر منځ پيل سوي او هر کال د پوهنتونونو د کیفیت د بهترۍ په موخه ترسره کیږي.

ښاغلي بالاکرزي وویل چي د نیکه مرغه د پوهنتونونو د کیفیت د لوړولو په موخه یادې سیالۍ په ۱۳۹۰ کال کي د افغانستان د ۱۳ پوهنتونونو تر منځ پيل چي لومړۍ مقام د کابل پوهنتون او دوهم مقام د کابل پول تخنیک پوهنتون او د ریم مقام د کندهار پوهنتون خپل کړۍ.

نوموړي دغه راز وویل چي د کندهار پوهنتون استاذان کوښښ کوي چي د کندهار پوهنتون نوم او د محصلینو د علمي زده کړي سطحه د افغانستان د ډیرو پرمختللو پوهنتونونو په سر کښي راولي.

په ورته وخت کي د کندهار والي د دفتر ئیس ډاکټر پرویز نجیب هم د دغه پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمېټې او د پوهنتون د استاذانو هغه زیار او کوښښونه چي د محصلینو په روزلو او د پوهنتون په ښه والي کي یې کړي وستایلې.

هغه زیاته کړه چي استاذان او محصلین باید د کندهار پوهنتون پر دغه بریا بسنه ونه کړي بلکي نور هم باید دوی د کندهار او کندهاري محصلینو د پرمختګ په برخه کي هڅي چټکي او دوامداره وساتي.