په کندهار ولایت کي د عمر بن خطاب په نامه هغه جامع چي په یوه وخت کي د ۱۰۰۰ تنو د لمونځ کولو ظرفیت لري د رغېدو کار یې مخ پر بشپړېدو دی.
د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال چي نن یې د یادي جامع د رغېدو چاري د نژدې څارلې وویل چي د عمر بن خطاب د جامع د رغېدو چاري د ۱۳۸۸ کال د ثور پر څلورم تاریخ پیل سوی او په راتلونکو دوو اونیو کي به یې کار بشپړ او رسمآ به د خلکو پر مخ خلاصه سي.
د ښاغلي پتیال په خبره چي د نارینه وو تر څنګ به میرمني هم وکولای سي چي په یاده جامع کي د لمانځه فریضه ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه چي په عمر بن خطاب جامع کي به په یوه وخت کی ۱۰۰۰ تنه وکولای سي چي په ارامي سره لمونځ وکړي.
په ورته وخت کي د کندهار مرستیال ښاروال محمد نسیم رضایي هم د عمر بن خطاب د جامع جوړېدل د کندهاریانو لپاره یو ښه زیرۍ وبلۍ اوزیاته یې کړه چي عمر بن خطاب جامع د افغانستان د مهیمو جامع ګانو د جملې څخه شمېرل کیږي.
هغه وویل چي ددغه جامع د جوړېدو لپاره ۱۷ میلونه ډالره ځانګړي سوي وې خو د هغو له جملې څخه یوازي څلور میلونه ډالره مصرف سوي دي.
دغه جامع د كندهار د پخوانى سينما پر ځای جوړيږي چي د بنسټ ډبره یې د طاببانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد په لاس اېښوول سوې وه خو پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته يې ځايي حکومتونه همیشه په بشپړیدو کي زړه نا زړه وه.