کور / تازه خبرونه / طالبان:ملابرادرلاپه زندان کې دى

طالبان:ملابرادرلاپه زندان کې دى

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لروبرته په راليږ لې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له څو ورځو راهیسې د ملابرادر د خلاصون په اړه په رسنیو کې ګرمې آوازې خپریږي، چې ګواکې نوموړی له زندان څخه خلاص شوی او له خپلې کورنۍ سره اوسي، آن چې په ځینو رسنیو کې خو د هغه د سیاسي فعالیت په اړه هم خبرونه خپاره شول خو متاسفانه!! نوموړی اوس هم په زندان کې په داسې حال کې شپې او ورځې تيروي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړدى ، او ورځ تر بلې د خرابیدو په لوري درومي؛ اسلامي امارت او دنو موړي کورنۍ د ده روغتیايي وضعیت ته په کتو سره د انساني اواسلامي خواخوږۍ له مخې خوشي کیده د نوموړي حق ګڼي، او زر تر زره یې د خلاصون غوښتنه کوي ،دا چي دپا کستان حکومت لوړپوړوچارواکوپه تکراري ډول دنوموړي دخلاصون خبرورکړ او حال دا چي هغه لانه دی خلاص شوی نودپاکستان دحکومت له چارواکونه په جدي توګه غوښتنه کووچي ددي خبري سپيناوی وکړي او لکه څرنګه چې یې اعلان کړی هم هغسي نوموړی ازاد او مو ضوع روښانه کړي