کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان ملي غورځنګ د مسکو څانګې خبرتيا

د افغان ملي غورځنګ د مسکو څانګې خبرتيا

د افغان ملي غورځنګ د مسکو څانګې فعالو ځوانانو پتېلې، چې د (عدم تشدد) نړيواله ورځ په راتلونکو څو ورځو کې د روسيې په پلازمېنې مسکو ښار کې ونمانځي.
د لر او بر ټولو لېکوالانو، مدني ټولنو، فرهنګيانو او وطنپالو ملګرو ته خبر ورکول کيږي، چې د دغې ورځې د نمانځې په موخه خپلې لېنکې، شعرونه او خپل لنډ پيغامونه په لاندې پته را واستوئ!
Sadaqat.ghorzang@gmail.com
Noori.balkh@gmail.com
په روسيه کې مېشتو ملګرو ته به زنګونه، بلنليکونه او يا هم د فېسبوک له ليارې خبر ورکړل شي.
يادونه: که ستاسو ټولې ليکنې، پيغامونه او شعرونه موږ تر لاسه کړه د محتوی په اساس به د افغان ملي غورځنګ د مرکزي دفتر تر څارنې او کره کتنې ورسته به د کتاب په بڼه چاپ شي.
درنښت
افغان ملي غورځنګ – مسکو څانګه