کور / خبرتیا او پيغامونه / کرکټ ملي ټیم د لار موندنې له امله د جمهور ريس حكم

کرکټ ملي ټیم د لار موندنې له امله د جمهور ريس حكم

د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لار موندنې له امله، د کرکټ لوبډلې ته د هر کلي لپاره د کمیسیون د ټاکڼې په هکله حکم

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبډلې د ډیرو ستونزو په ګاللو، د یو شمیر هېوادونو لوبډلې له ماتي سره مخامخ او په وروستې لوبه کې چې د متحده اماراتو د شارجې په ښار کې تر سره شوه، د کینیا هېواد لوبډلې ته د کلکې ماتې په ورکولو، د کرکټ نړیوال جام پنځوس اوریزو لوبو ته لاره ومونده.
زموږ ځوانو لوبغاړو، په میړانې، زړورتوب او لوړ افغاني همت، د کینیا هېواد لوبډلې ته چې په دې برخه کې یې 114 کاله تجربه درلوده، سخته ماته ورکړه، د افغانستان ملي بیرغ یې د لوبو په ډګر کې ورپاوه خپل هېواد ته یې ویاړ او هېواد والو ته یې سر لوړي ورپه برخه کړه.
کابل ته د دي څوانانو د رارسیدو پر مهال د تاوده هر کلي لپاره د تیاریو کمیسیون په لاندې توګه منظوروم.
1.​د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي مرستیال ښاغلي سترپاسوال محمد ایوب سالنګي، د رئیس په توګه؛
2.​د کرکټ بورد لوی رئیس ښاغلي شهزاده مسعود د غړي په توګه؛
3.​د ملي امنیت اوپراتیفی مرستیال ښاغلي برید جنرال محمد مسعود اندرابي، د غړي په توګه؛
4.​د سرحدونو چارو وزارت مرستیال ښاغلی عبدالمالک صدیقی د غړي په توګه؛ او
5.​د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست استازی ښاغلی لوی پاسوال محمد اسلم مسعود د غړي په توګه.
کمیسیون دنده لري چې د کرکټ ملي تیم لوبډلې ته د مناسب ښه راغلاست چاپیریال مساعد، د هرکلي مراسمو امنیت په هوایي ډګر او د کرکټ استدیوم ته د غزیدلې لارې په اوږدوکې په بشپړه توګه تامین او د کرکټ په نړیوال استدیوم کې د هرکلي ویونکو ښاریانو لپاره پوره آسانتیاوې برابرې کړي.