د میدان وردګو ولایت د مرکز په ګډون اته ولسوالیو بزګرانو باندې د غنمو د
تخمونو او سرې د ویش لړۍ د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې نن ( دوشنبه) پیل او شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
په دغه مرسته کې چې سل اعشاریه شپږټنه د غنمو تخم او همدومره ډي پي سره او همدا راز دوه سوه یو اعشاریه دوه ټنه سپینه سره شامله ده،هر یو بزګر ته به پنځه ویشت،پنځه ویشت کیلوګرامه د غنمو تخم او ډي پي سره او همدا راز یوه،یوه بورۍ سپینه سره به ورکړل شي.
د یادې سرې او تصفیه شوې غنمو تخم،چې ټول مالي لګښت یې شاوخوا شپاړس میلیونه افغانۍ کیږي،د یوې میاشتې په موده کې به په بشپړ ډول پر دوه زره څلرویشت بزګرانو وویشل شي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ټاکل شوي هیئت ته لارښوونه وکړه،چې باید د دغه ولایت ټول بزګران له یادې مرستې څخه په ښه ډول برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده،چې یوه میاشت وړاندې دکرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د دغه ولایت یو شمیر بزګرانو سره د زغفرانو مرسته هم وشوه.