کور / تازه خبرونه / بې توپیره کړنلاري او متضاد شخصیتونه

بې توپیره کړنلاري او متضاد شخصیتونه

په کابل کې خپرو شویو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې پر راتلونکو انتخاباتو او د نوماندانو د نوم ثبتولو پر وروستې ورځ تبصرې او لیکنې کړي دي.

د ملي باور ورځپاڼې د یوه مطلب لیکونکي ته بیا، د ولسمشری د راتلونکو انتخاباتو د نوماندانو جوړښت خورا عجیب او له توقع لوړ ښکاري او لیکي ځینې داسې څیرې را مخې ته شوي چې؛ له هره اړخه سره متضادې او په تیر کې هم د بیلابیلو لارو پیروان وو .

د بې توپیره کړن لارې او متضاد شخصیتونو ترسرلیک لاندې د ملي باور دغه مطلب کې په دې ټینګار شوی چې؛ په افغانستان کې تر نوماندی د مخه داسې پروسه نشته چې کاندیدان دې په منځنی توګه پکې سیالي وکړي او تر هغې وروسته دې کاندیداتوری ته ووځي .

خو د سرنوشت او محور ورځپاڼې په دې ټینګار کوي چې؛ د یو شمېر نوماندانو تر شا بهرني لاسونه شته.

سر نوشت ورځپاڼه د افغانستان په ټاکنو کې د بهرنیو هېوادونو نوماندان تر سرلیک لاندی د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو په زیاتوالي کې بهرني سفارتونه ښکیل دي .

لیکوال ټينګار کوي چې؛ سفارتونو دوی ته ژمن کسان نوماندی ته هڅولي څو په راتلونکي حکومت کې خپل اغیز وساتلی شي .

ورځپاڼې له یوه کارپوه څخه په نکل لیکي چې ځینې نوماندان په نوم ثبتولو سره پر ډیموکراسی ملنډې وهي خو یو شمیر نور بیا غواړي چې په راتلونکي حکومت کې دیوه څوکې حتې د ولسوال په توګه د ګمارل کیدو په تمه ځان کاندید کړي .

خو د محور ورځپاڼه هم په داسې حال کې چې لیکلي بهرنیان له یو شمېر کاندیدانو ملاتړ کوی خو د نوماندانو جنګسالاربنسټ او پایلې تر سرلیک لاندې مطلب کې یې لیکلي تربیګاه نا وخته ۳۰ کسانو نومونه ولسمشری څوکی ته ثبت کړي دي .

ورځپاڼه ټینګارکوي چې؛ د دوی زیاتره یې یا په خپله پخواني جنګي قومندانان دي او یا یې مرستیالان له جنګسالارې طبقې څخه انتخاب کړي دي.

لیکوال اندیښنه ښیې او لیکي شنونکي ویره لري چې؛ له جنګسالارانو سره د منځلارو کاندیدانو سازش بدې پایلې لري.

د محور ورځپاڼې په دې مطلب کې پرحکومت هم په انتقاد سره لیکل شوي افغان حکومت ټینګار کوي چې؛ په ټاکنو کې به د هیڅ کاندید ملاتړ ونه کړي خو په نوماندانو کې پینځه یې داسې دي چې د کاندیدی او مرستیالانو ټاکنې ټولې پریکړې یې په ارګ کې تر سره شوي دي .

د آرمان ملي ورځپاڼه په دې مسلې اندیښنه څرګندوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اوریدو کمیسیون به له هغو کاندیدانو سره څه کوي چې د مطلب د لیکوال په باور په اداري فساد تورن دي او یا هم ورته د جګړه مار او د بشري حقونو د سرغړونکي لقب ورکړشوی وه .

لیکوال لیکي چې په کاندیدانو کې داسې کس هم شته چې پخوا تر دې لوی څارنوالی داداري فساد په تور له هیواده ممنوع الخروج اعلان کړی وه .

اخوا بیا د هیواد دولتي ورځپاڼه له خلکو غواړي چې د کاندیدانو وروستی منډې ترړې دې ښې و ارزوي او دهغوی انتخاباتي تبلیغات دې په دقت سره وڅیړي.