د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د تيرو ٢٤ ساعتونو په جريان کي د چاڼيزو عملياتو په نتيجه کي چي په ميانشين ولسوالۍ کي ترسره سوي وه دوه وسله وال وژلي او يو کړۍ ماين يې کشف او خنثى کړى دى.
دغه راز نوموړو ځواکونو ديادو عملياتو په نتيجه کي د زابل ولايت او د کندهار ولايت د ميوند او ډنډ ولسواليو څخه (٣١) کړۍ ماينونه کشف او خنثى کړي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.