اسلام اباد: د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د پوځ د اړيکو د څانګې له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه پاڼه کې ويل شوي، جنرال کياني ويلي راتلونکې مياشت يې دنده پای ته رسېږي او تقاعد کېږي. کياني وايي “زما د دندې موده د ۲۰۱۳ کال په نومبر مياشت کې پای ته رسېږي او په دغه ورځ به زه دنده پرېږدم”. نوموړى زياتوي چې د ده د اوسنيو مسووليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه په رسنيو کې بحثونه کېږي او هر ډول اوازې خپرېږي، نو له همدې امله يې دغه اعلان کړی.دی وايي: “د شپږو کلونو لپاره د پاکستان د ځمکنيو قواوو د مشرۍ فرصت راکړل شو او اوس د نورو نوبت دی، چې دغه ماموريت پر مخ بوځي او پاکستان په حقيقي ډول د جمهوريت، سوکالۍ او امن پر لور وخوځوي”.ده په خپرپاڼه کې ویلي، له سياسي مشرتابه او ولس نه منندوی دی، چې پر ده يې په تېرو شپږو کلونو کې باور کړی دی.په وروستيو کې ځينې داسې راپورونه خپارل شول، چې ګواکې جنرال کیاني د خپلې دندې غځولو او يا د کومې بلې حکومتي دندې د ترلاسه کولو په تکل کې دی.جنرال اشفاق پرويز کياني په ۲۰۰۷ کال کې پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف پر خپل ځای د ځمکنيو ځواکونو مشر وټاکه.په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د هغه وخت لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د ده د کار موده د درېو نوروکلونو لپاره وغځوله.ښاغلی کیاني د پوځ لومړنی لوی درستيز دی، چې د ماموريت موده يې يو ملکي حکومت غځوي.