پېښور:دخېبر پښتونخوا د پېښور د بډه بېر ې د سليمان خيلو په سيمه کې د يوه روغتيايي مرکز بهر چاودنه شوې چې له امله دګوزڼ د واکسين د څلورو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي پوليس وايي، چاوديدنکي توکې دواکسين د دفتر مخې ته ځای پر ځای شوی وو د پوليسو پر وينا په وژل شويو کې دپوليسو يو افسر، درې رضاکار پوليس او د امن کمېټې دوه غړي شامل دي ،.چاودنه هغه مهال وشوه، په دغه روغتيايي مرکز کې د ګوزڼ ناروغۍ د څاڅکو ورکولو کمپاين غړي راټول و، او ښايي هدف يې همدوی وو
.