نن د کندهار ولایت د ولایتي شورا په تالار کي د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي ولمانځل سوه.
د ښوونکي د ورځي په لمانځ غونډه کي د کندهار ولایت والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا مرستیال والي، د ولایتي شورا غړو، دولتي رئیسانو، زیات شمېر نارینه او ښځینه ښوونکو او په سلګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.
په ننۍ غونډه کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا ټولو ښوونکو ته ددوى د ورځي د مبارکۍ تر څنګ ددوى ټولي هڅي او کوښښونه چي د ماشومانو د تربیې او ښې روزني په موخه يې کړي وې وستایلې.
نوموړي د نن ورځي په غونډه کي وويل، چي ددغه ولايت د پوهنيز نظام د کيفي او کمي بهترۍ لپاره يو ځل بيا خپلي ژمني تازه کوي او تر هغو به په دې برخه کي تر څو چي معارف له اوسنيو بدبختيو او مشکلاتو څخه راوزي.
هغه زياته کړه، چي ټولي هڅي يې د معارف د بهترۍ لپاره دي او تر وروستي حده به هڅه وکړي څو دغه بهير له هر ډول انحصاره خلاص او د سياسيونو له منفي استفادې يې وژغوري.
کندهار والي يادونه وکړه، چي په معارف کي وروستي تغيرات د برترۍ او بهترۍ په خاطر راغلي او هدف دا وو او دى، چي د ١٢ صنف فارغ په پوهنتون فارغ او پوهنتون فارغ په ماسټر او دوکتور باندي تغير کړل سي ترڅو کندهاريو زدکوونکو ته ښه او قوي معلمين او اداره چيان پيدا کړل سي.
د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي د مرکزي دولت څخه وغوښتل چي د پوهني په ریاست کي د مهمو اشخاصو د استخدام او په دغه ریاست کي د تغیراتو په راوستولو کي دي د کندهار ولایتي ادارې سره هماهنګي زیاته کړي.
د ښوونکي د ورځي په ویاړ په جوړه سوې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخیل هم ټولو ښوونکو ته ددوى د ورځي مبارکي وویل او زیاته یې کړه چي په افغانستان کي موجوده ستونزي، ناخوالي، جنګ جګړې ضعیف اقتصاد، په خپلو لاسونو سره د هیواد ورانول او د ژوند لومړنیو ضرورتونو ته نه لاسرسى په هیواد کي د سرتاسري او پرمختللي معارف د نشتون له خاطره دي.
هغه زیاته کړه چي باید د معلم احترام وکړو او د قدر په سترګه ورته وګورو ځکه چي معلم معنوي پلار دی او باید چي د ښوونکو اقتصادي ستونزو ته وکتل سي او د دوى د ستونزو په حل کي تر حده کوښښ وسي.
په ننۍ غونډه کي یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو هم د غونډي ګډونوالو ته د ښوونکي د ورځي په ارتباط او د ښوونکو پر مقام خبري وکړې.