کور / تازه خبرونه / د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول استعفا د ولسمشر لخوا ومنل سوه

د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول استعفا د ولسمشر لخوا ومنل سوه

د افغانستان ولسمشرحامدکرزي د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول استعفاومنله، ښاغلی زلمی رسول په ولسمشریزو ټاکنو کي د برخي اخستني په نیت له خپلي دندي پرشا سو، د نوموړي د کاندیدو په اړه لومړی ځل پخپله ولسمشر کرزي روسيې ته د خپل سفر پر مهال ويلي و چي د راتلونکو ټاکنو لپاره د دريو کانديدانو له ډلي يو له ده سره موجود دی چي اشاره یې ښاغلي زلمي رسول ته وه.
د نوموړي مرستياليان تر اوسه نه دي څرګند سوي خو فکر کيږي چي په نن د شپي تر نيمايي به د نوم ليکني د پاره د ټاکنو خپلواک کميسون ته د خپلو مرستیالانو سره يو ځای ورسي.