غونډه چې د قران عظیم الشان په ایتونو پیل شوه، ورپسې ملي سرود وغږول شو. په غونډه کې چې پوهاند صیب مجاور احمد زیار، څېړندوی عبدالغفور لېوال، ډاکټر روح الله امین د افغانستان د مطالعاتو لپاره د امریکې انستیتیوت مشر (AIAS)، ډاکټر فیض محمد ځلاند، خان ولي خان بشرمل، ډاکټر محیب الله زغم او ګڼو دوستانو او ملګرو ګډون درلود.
غونډه د ډاکټر صیب زیار په وینا رسما پرانیستل شوه، او د انسان په ګڼو ښېګڼو او استثناتو یې رڼا واچوله او د یو شمیر لارښونو تر ځنګ یې یاده چاره بې ساري وبلله. ورپسې د انسان مجلې چلوونکې فهیم کریم د انسان د موقف، ډول او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړي او د ډېرو نوو کارونو او د انسان د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ. ورپسې ډاکټر فیض محمد ځلاند د انسان مجلې د تکاملي بهیر څخه خپله تجربه وویله چې څنګه ورسره له پیله اشنا شو او دې چارې څه ډول تر دې دمه پراختیا ومونده. عبدالودوود پښتونځار بل ویناوال وه چې د مجلې د جوړښت تر څنګ یې د انسان په هکله خپلې لنډې خبرې درلودې.
د مجلس په دوهمه برخه کې یو علمي بحث په پام کې نیول شوی وه چې د معرفی په موخه یې لېوال صیب اوږدې خبرې وکړې او ورپسې د لېوال صیب، بشرمل صیب او ډاکټر صیب امین په ګډون بحث پيل شو چې مخته وړنه یې انور وفا سمندر کوله. د بحث موضوع د انسان پر ارزښتونو او وقار خبرې وي او د هغه پوښتنو پر وړاندې ډیالوګ وه چې د په موجوده جغرافیه کې د انسان ژوند ته متوجه دي. بحث د حاضرینو په ګڼو پوښتنو دوام وموند او پای ته ورسید.
غونډه د مازدیګر په درې نیمو بجو پیل او د ماښام په اوه نیمو بجو د چای څښلو سره پای ته ورسید.
غونډه د کاروان په پوهنتون کې ترتیب شوې وه