کور / تازه خبرونه / دزابل ښاروالي:جايدادونو ته شمير لوحي وركوي

دزابل ښاروالي:جايدادونو ته شمير لوحي وركوي

دزابل ولایت ښاروالی دجایدادونو دادرس دمعلومولو دپاره دشميرلوحو دویشلو پروسه پیل کړه، ددی ولایت ښاروال وایی چی یاده پروسه یی درمپپ پروګرام په مالی مرسته پیل کړی چی ډیر ژر به دښار ټولو کورونو او دوکانونو ته شميرلوحي ورکړی

په زابل کی په لمړي ځل دجایدادونو دارس د معلومولولپاره دشميرلوحو دویشلوپروسه پیل شول.دښاروالي چارواکی وایی دغه پروسه دیوي نړیوالي موسیسي رمپپ په مرسته دڅوورځو راپدی خوا په مرکز کلات ښارکی پیل سوی . دزابل ښاروال کریم الله حکیمی نن خبریالانوته وویل چی د شمير لوحو (پلیټونو) دویشلودالړی به دری میشاتی دوام وکړي اودامهال په یاده پروسه کی ۱۰ کسان دشمير لوحو په ویشلوبوخت دی ښاروال غواړی خلکوته دخدماتوپه وړاندی کولوسره خپل عوایدزیات کړي ښاغلی حکیمی زیاتوی چی دپلیټونو په ویشلو سره به دښاروالۍ په عوایدوکی پنځوس سلنه زیاتوالي راشی اوخلګ به ورڅخه دعامه خدماتو په ترلاسه کولو کی هم اړینه ګټه پورته کړی هغه وای دپلیټونو په دغه پروسه کی به ځلورزره کوره او دوه زره دوکانونوته پلیټونه وویشل سی

په ورته وخت کی دسیمی یوشمیر کسان دښاروالی ددغه کارستاینه کوی اوزیاتوی چی دوی به دښاروالی سره په هره برخه کی مرستی کوی دوی وایی چی ښاروالی په تیریوه کال زیاتی پروژی پلی چی خلکوته یی دکارونو زمینه هم برابره کړی دغه کسان زیاتوی چی ښآروالی باید یوشمیرنوری پروژی هم پیل کړی توځودیوی خوادبی کاریو مخه ونیول سی اوله بلی خواخلکوته دکارزمینه برابره شی
دیادونی وړده چی دښآروالی لخوا دشمير لوحو دغه پروسه په داسی حال کی پیل یږی چی ددی ولایت اوسیدونکی دتیر یوه کال راهیسی دښاروالی له کارونو څخه خوښی ښیی.