تيره ورځ په خوست شيخ زايد پوهنتون کې د٩٠ تنو محصلينو په ګډون د علمي څيړنو او سياليو په موخه د پوهنتون په نوښت علمي سيمينار په لاره اچول شوى وو، چې د سيمينار پر ١٥ تنو ممتازو محصلينو باندې ډالۍ او ستاينليکونه وويشل شول،چې دا به د پوهنتون د معنوي پرمختګ لپاره يو بل ګام وي .
خوست والي عبدالجبارنعيمي د سيمينار برياليو او وتلو محصلينو بريا د افغانستان د ملت بريا ياده کړه او په نوموړى پوهنتون کې يې د علمي سيمينارونو او کنفرانسونو جوړيدل د مادي او معنوي پانګې د بډاينې لپاره د ارزښت څخه ډک ګامونه يادکړل.
په رېښتيا هم، چې دا ډول سيمينارونه ،نه يوازې د ممتازو محصلينو کاميابى ده، بلکې په دې سره به دغه پوهنتون زياتې علمي برياوې په لاس راوړي او لا به يې مقام لوړ شي،خو په کار ده، چې په دې ډول سيمينارونو کې ټولو محصلينو ته برخه ورکړل شي ،تر خو هر محصل وکولى شي خپله وړتيا او اړتيا د ځان لپاره روښانه کړي او په راتلونکي کې لا هم خپلې هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.
خوست والي شيخ زايدپوهنتون د ځوان نسل د روزنې ،ظرفيت لوړونې ،هېواد جوړونې ، ملت جوړونې ،سولې، امن،يووالي او هر ډول سالمې سيالۍ او بشري هوساينې يو سترعلمي اوفکري مرکز ياد کړ ،له استادانو يې وغوښتل، چې په اسلامي او ملي مفکورې سره ځوانان وروزي خو له محصلينو يې غوښتنه وکړه چې په لوړو زده کړو ،تجربو او وحدت سره خپل هېواد،ولس او تاريخ ته د خدمت جوګه شي.
دغه خبره پر ځاى ده، چې پوهنتونونه د ځوان نسل د روزنې او ظرفيت لوړونې لپاره لوى علمي مرکزونه دي، ځکه چې ددې لارې په کار پوه او د زده کړو خاوندان ټولنې ته د خدمت په توګه وړاندې کيږي ،خو په اوسنيو وختونو کې ځينې محصلين يوازې وخت اړوي او له زده کړو ليرې پاتې کيږي، خو خپل مقام ته نه ګوري او دې ته پام نه کوي، چې زه به په راتلونکي کې ددې ټولنې ستونزې درک کوم ، او زه دې ټولنې ته يو مسؤل شخص بلل کيږم، په کار ده چې په لومړيو کې ټول محصلين دولت ته ښې مشورې ورکړي او له دولت سره په ځينو وختونو کې د سولې، ملي پخلاينې، ثبات او عامه پوهاوى په برخه کې مرستې وکړي، ترڅو ددې ټولنې دمشوشو فکرو درلودونکي کسان هم د دوى تر تاثير لاندې راشي او د دوى په پله پل کيږدي .
نغيمي په ځوان نسل او علمي شخصيتونو باندې غږ وکړ، چې د ټولو هغه منفي تبليغاتو پرضد علمي اوفکري مبارزه وکړي، چې د نظام د پياوړتيا ،ملي يووالي او تل پاتې ثبات پرضد ترسره کيږي او هم له هغه کړنو او فعاليتونو څخه ځان لرې وساتي چې ځينې کړۍ او اشخاص يې د شخصي ګټو د خونديتوب لپاره ترسره کوي.
که چيرې ځوان نسل او په کار پوه کسان ددې بدو تبليغاتو په اړه فکري مبارزه وکړي نو نه يوازې د دوى په مبارزې سره به دا ټولنه پر مخ لاړه شي بلکې د دوى په هڅو او کوښښونو سره به دا هېواد د بهرنيو هېوادونو سره سيالۍ ته چمتو شي .