د تلې مياشتې په ١٣ مه په خوست ولايت کې ((٣٣))درې دېرش ميله سپکه او درانه سلاح د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوه.
دغه سلاح چې په روان لمريز کال کې ملي اردو او ملي پوليسو د ځانګړو چڼيزو عملياتو په ترڅ کې نيولي وه، په کې ((١٣))ديارلس ميله کلاشينکوف، اوه ((٧))ميله توفنګچې، اوه ((٧))ميله سابقه سلاح، يو ميل ار پي ډي، يو ميل دوه اتيا ملي متري لوى توپ(پاسلګت) او يو ميل ((٨٢)) دوه اتيا ملي متري هاوان توپ شامل ول.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د جوړو شويو مراسمو پرمهال وويل ، د غيرقانوني سلاح راټولول په سيمه کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت،سولې او ثبات د تامين، د بيارغونې او باامنا فضا ضمانت کوي او پرمختګ ته لار پرانيزي.
نوموړي پدې هکله د ټولو افغان ملي امنيتي ځواکونو هڅې او کړنې وستايلې ،چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې اغېزمنې کړنې په ايماندارۍ او لوړ مرال سره سرته رسوي.
ښاغلي نعيمي په ټولو هغو کسانو چې غيرقانوني سلاح لري او له دولت سره يې په مخالفت لاس پورې کړى غږ وکړ، چې له مخالفته دې لاس واخلي او د سولې لاره دې خپله کړي، ترڅو د نورو افغانانو سره د ورورۍ ګډ ميناناک ژوند تېر کړي.
ده همداشان ټولو امنيتي او کشفي ځواکونو ته په خپلو خبرو کې وويل ، غيرقانوني سلاح او له هغې څخه ناوړه ګټه اخېستنه سولې،ثبات،پرمختګ او عامه نظم ته دروند زيان رسوي،نو هرچېرې چې دا ډول سلاح شتون ولري، بايد راټوله او رسماً ډاياګ پروګرام ته وسپارل شي.د ده په خبره د غيرقانوني سلاح راټولول او د عاملينو مجازات يې کولى شي په ټولنه کې د غله،قتل او انسان ځورولو په ګراف کې ګټور رول ولوبوي او مخنيوى يې وکړي.(( کليپ))
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي هغو کسانو ته هم خبردارى ورکړ، چې په خپلو کې د ځمکو، غرونو، دښتو او يا نورو شخصي لاملونو په اساس يود بله سره شخړې او دعوې لري، چې د ده په خبره بايد د قومي دودونو له مخې يې په سوله ايزه توګه هوارې کړي او قانون ماتولو ته زړه ښه نه کړي، کنه نوامنيتي او کشفي ځواکونه به يې په وړاندې سخت غبرګون وښايي او د قانوني سزا په موخه به يې عدلي قضايي ارګانونو ته وسپاري.
دملي اردو د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر هدايت وويل چې ملي اردو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او همداشان ددفاع وزارت ټولو هداياتو ته په پوره توګه ژمنه ده او پدغه لاره کې به په هره لوېشت سيمه کې د امنيت د ټينګښت اود ثبات د تامين لپاره بې درېغه قربانۍ ورکوي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال محمديعقوب مندوزي وويل، څوک چې عامه نظم ګډوډوي او د امنيت د انخلال هڅه کوي، پوليس به په ټول قوت سره د هغې لاس ونيسي او سلاح به يې راټوله کړي.
وروسته دغه ٣٣ ميله مختلف النوع سپکه او درانه سلاح دخوست والي په لاسونو رسماً د ډاياګ مسوولينو ته وسپارل شوه.
د يادولو وړ ده، چې د تېرو دريو کالونو راپدېخوا دخوست لايت په مرکز او ولسواليو کې څه دپاسه څوارلس سوه مختلف نوع سپکه او درانه سلاح راټوله شوې او د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته سپارل شويده، چې د ننۍسلاح په سپارلو سره دغه شمېر تر يو نيم زرو واوښت.
دخوست خلک او مدني ټولنې له مرکزي حکومت، نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه دجاپان هېواد څخه غوښتنه کوي، چې د همدې سترې لاسته راوړنې له امله دې خپلو ژمنو او مسووليتونو ته په کتوسره دخوست له ولايت سره په هره برخه کې د پام وړ پروژې پلي کړي.