کور / تازه خبرونه / ملا برادرپيښور ته راوړل شوی

ملا برادرپيښور ته راوړل شوی

پېښور: دپېښور ځينې رسني وايي د پاکستان له زندان څخه خوشې شوی طالب چارواکی ملابرادر افغان طالبانو سره د خبرو اترو په موخه پيښور ته راوړل شوی دی. نوموړى تر خوشې کیدو وروسته د پاکستان کراچۍ ښار ته لیږدول شوی و، خو اوس ملابرادر له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په موخه پيښور کې دى. ایکسپریس او اج په خبره ملابرادر د پيښور په یوه خوندي ځای کې دی او له افغان طالبانو سره یې اړیکې نیولې دي. ملا برادر ددغو خبرو اترو مسوولیت پر غاړه لري استخباراتي سرچینو هم پيښور ته د ملا برادر راليږد او له افغان طالبانو سره دهغه د اړیکو خبر تایید کړی دی