کور / تازه خبرونه / د ايټالیا کي د کډوالو کښتۍ غرقېدو ۱۰۰ کډوال ووژل

د ايټالیا کي د کډوالو کښتۍ غرقېدو ۱۰۰ کډوال ووژل

د ايټالیا په جنوب کي يوه کښتۍ چي ۵۰۰ مهاجر پکښي سپاره وه غرقه سوې او لږ تر لږه ۱۰۰ کسه پکښي وژل سويدي. عیني شاهدان وايي چي يو زيات شمير جسدونه اوبو پر سر اخستي دي، ژغورونکي ډلي د ژوندي پاته سوو د ژغورني هڅي کوي چي تر اوسه ۹۰ کسه ژغورل سويدي خو تر ۲۵۰ زیات کسان ورک دي.
دا څرګنده نه ده چي دلته افغانان هم سته کنه خو زياتره کسان یې د سومالیا او سوریې مهاجر بلل سویدي.