دغه خبره خوست والي عبدالجبارنعيمي په هغه غونډه کې په ډاګه کړه چې په شيخ زايدپوهنتون کې دمحصلينو دعلمي سيمينار دوتلو او برياليو محصلينو دستاينې په وياړ جوړه شوې وه.
نوموړي وويل ډير دوياړ ځاى دى چې د هېواد زياته بودجه دځوان نسل ښوونې او روزنې په برخه کې په لګښت رسيږي اوپه تيرو کالونو کې دهېواد دجمهو ر رئيس حامد کرزي ترملي مشرۍ لاندې په پوهنيز ډګر يو ستر علمي انقلاب منځته راغلى دى، خوست والي وويل چې دهېواد جمهور رئيس په خوست کې دشيخ زايدپوهنتون څخه بشپړ معلومات لري او ددغه پوهنتون په پرمختګ باندې زيات خوشحاله دى.
نعيمي داهم وويل چې اوس د دنړيوالې ټولنې مرستې ډيرې کمې شوې دي او اوس اړتيا ده چې دموجود فرصتونو او امکانانو څخه ښه ګټه پورته شي او نور په هيڅ صورت سره فرصتونه ضايع نه شي ده دپوهنتون له ادارې او استادانو يې وغوښتل چې په هېواد کې دروان حالت دښه والي ،مثبت پرمختګ د رامنځته کيدو ،سالمو اقتصادي ،سياسي او امنيتي تګ لارو دجوړولو په موخه خپل علمي دوکتورين او مشورې ورسره شريکې کړي.
ده له استادانو وغوښتل چې ديوې اساسي او ژورې علمي څيړنې له مخې ددې لاملونه پيدا کړي چې ولې اوس هم زيات کسان دمايوسې په حالت کې ژوند کوي او دهر څه په اړه منفي فکر لري ،اويا مطبوعات او کارپوهان دپرديو سريالونو او غلطو تحليلونو په اساس خلکو ته همېشه منفي پيغام استوي او څرنګه بايد ددې ډول بهيرونو مخه ونيول شي.
خوست والي دشيخ زايدپوهنتون دستونزو دهواري په اړه وويل چې په دې تړاو يې ټول وړانديزونه او ستونزې ترلوړ مقاماتو رسولې دي خو هوارى يې يوڅه وخت ته اړتيا لري ،له محصلينو يې وغوښتل چې اوسنيو شرايطو او ګواښونو ته په کتو سره دخپل حق دغوښتنې په موخه دلاريونونو څخه نه بلکې دتعقيب ،اداري تلاشونو ،ګډې همکارۍ او لوړو مقاماتوته په رسمي توګه دمعلومات درسولو څخه کار واخلي.
همداشان نوموړي دپوهنتون دادارې او محصلينو سره ددې ژمنه وکړه چې دخوست ولايت امتيازي بودجه به چې هرکال خوست ولايت ته دکنارو دنه کښت له امله ورکول کيږي ،٥٠سلنه به شيخ زايدپوهنتون ته ځانګړې کړې ترڅو پرې دپوهنتون لپاره نوي تعميرونه جوړ اوپه اړونده نورو چارو کې په مصرف ورسيږي ځکه چې ولايتي ادارې پوهنيز پرمختګ او دځوان نسل روزنه خپل کاري لومړيتوب ګڼي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه