په میدان وردګو ولایت کې ۲۴ قابلو د دوه کلنی زده کړي سرته په رسولو سره د فراغت اسناد ترلاسه کړل. فارغه شوو قابلو په میدان وردګو ولایت کې د سویډن کمیټې لخوا په تمویل شوي د قابلو د روزنیز ښوونځې کې خپلي زده کړي کړي. دوي ته د ولایتي عامه روغتیا د ریاست لخوا د فراغت اسناد او همداراز په دندو د ګومارني اسناد ورکړل شو.
په میدان وردګو کې د شپږمی دورې د قابلو د فراغت سره په دی ولایت کې د روزل شوو قابلو شمیره ۱۳۴ تنو ښځیو ته ورسیده. په دی ولایت کې د قابلو د روزنې پروګرام د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټه او د ناروی افغانستان کمیټه په ګډه سره پرمخ وړي. سویډن کمیټه د قابلو د روزنیز ښوونځې تمویلوي او د ناروی افغانستان کمیټه يي تطبیقوي. دغه نوی فارغه شوي قابلو ته دوه کلنی زده کړي او عملی تریننګ د میدان شار ولایتی روغتون او شینیز روغتون کی ورکړل شوی دې.
دوی د خپل فراغت او د دندو اسناد د میدان ښار په کریم خان تالار کی د یوي غونډي په ترڅ کې ترلاسه کړل. په دی غونډه کې د نورو ترڅنګ د میدان وردګو د سکتورونو د رئیس ځاځی، د عامی روغتیا د ریاست رئیس غلام فاروق وردګ او د سویډن کمیټې او د ناروی د کمیټې د استازو، ولایتي چارواکو او د نادولتي موسسو غړو په کي ګډون درلود.
د ټولنیزو قابلو روزنیز پروګرام د مور او نوو زیږیدلو ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندي کولو کې ارزښتناکه رول لري.
د ټولنیزو قابله ګانو د روزنیز پروګرام د قابله ګانو لپاره یو منل شوي ښونیز پروګرام دی. دی پروګرام لاندي د ټولني لخوا انتخاب شوي هغه میندي چی د لسم ټولګي پوری زده کړي لرونکي وی او د زده کړو په موخه بلی سیمی ته د تللو لپاره اماده او د روزني څخه په فراغت سره په خپلی سیمه کی لږ تر لږه د پنځو یا شپږو کلنو پوری د دندی لپاره چمتو وی روزل کیږي.
د نسیمی په نوم یوي قابلی په خپلو زده کړو ډاډ څرګند کړ هغي وویل چی هغي د ټولني د خدمت لپاره غوښتل چی قابله شي.
غونډی ته د وینا په مهال ځاځی د سویډن کمیټې او د ناروی د کمیټې څخه خوښي څرګنده کړه او وویل چی د قابلو په روزني او په دندو ګمارني سره به په دی ولایت کی د مور او ماشوم په روغتیايي خدمتونو کې یو مثبت بدلو راشي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه