پېښور: د خیبر پښتونخوا اعلى وزیر پرویز خټک اعلان کړی دی چې په کيسه خوانۍ بازار کې له بمي چاودنې وران شوي دکانونه به ايالتي حکومت په خپل لگښت جوړوي او په دوکانونو کې د خلکو سامانونو او مالونو ته د اوښتي زیان به تخمینه اخلي او مالکانو ته به یې تاوان هم ورکوي-له وزیر اعلى سیکرېټریټه په خپره شوي اعلاميه کې راغلي چې اعلى وزیر د کيسه خوانۍ بازار دوره وکړه او هلته یې له اغېزمنو شویو دوکاندارانو سره له خبرو وروسته يې ووايل چې د پېښور مرستیال کمیشنر ته یې امر کړی چې سر له ننه دې پر دې کار پېل کړي.د پېښور مرستیال کمیشنر ظهیر الاسلام وویل وزیر اعلى راته لارښونه کړی چې د دوکاندارانو د زیان تخمینه دې واخلي او د هغوی جبران لپاره دې ډلې جوړې کړي. یو ټیم به د رغاونې ادارې (سي این ډبلیو) څخه وي چې هغه به د دکانونو ودانیو ته د اوښتي زیان حساب کوي او بله ډله به د ډپټی کمشنر تر څارنې لاندې کارکوي