کور / تازه خبرونه / طالبان: حکومت دې لومړى اوربندوکړي

طالبان: حکومت دې لومړى اوربندوکړي

اسلام اباد :د پاکستان د طالبانو تحريک ویلې چې ددیوبند دعلماو داووربند دغوښتنې هرکلی کوو . دطالبانو ویندوی شاهد الله شاهد رسنيو سره په خبرو کې زياته کړه چې حکومت دې په اووبند کې مخکښ شي نو مونږ به هم اووربند وکړو .هغه وویل دطالبانو شورا پريکړه کړي ده چې دپاکستان دټولو سیاسي ګوندونو له فیصلې سره سم پرمخ لاړ شوو د دطالبانو ویندوی دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې ویلي یې وو په پاکستان کې دې له طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل شي .خو دطالبانو وویل چې دغه ډله په پاکستان کښې دفتر پرانیستلو ته ضرورت نلري ځکه دوي په پاکستان کې دي تيره ورځ دپاکستان ددیوبند علماوو له حکومت او طالبانو ډلې غوښتي چې دخدای پاک اودهغه د پیغمبر حضرت رسول اکرم ص په خاطر اووربند اعلان کړي . په پلازمینې اسلام اباد کې د مولانا سمیع الحق په مشرۍ دیوې مهمې غونډې له ترسرهکیدا وروسته چې مفتي رفعي عثماني ، مولانا مفتي تقي عثماني ، ډاکټرعبدالرزاق سکندر، مولانا فض محمد ، قاري حنیف جالندهري ، سیدعنان کاکاخیل ،مولانامحمد حسن، مولانا مختارالدین او مولانا عبدالبابا شا منصور ګډون کړیوو ددیوبند مهمو علماو له حکومت او طالبانو ډلې وغوښتل چې دسولې دخبرواترو دنتیجو تر معلومیدا پورې خپل وسله وال اقدامات بند کړي.دپاکستان دیوبند علماو وویل هیواد دکورني جنګ په حالت کښې دی او ځینې عوامل غواړي چې دسولې دروازې بندې کړي.هغوې دخبرواترو له لارې د جنګ دختمولو لپاره د پاکستان دحکومت ، پوځ او طالبانودفیصلې په باره کښې ډاډ څرګند کړ.