د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يو اولسي وګړى د نامعلومو کسانو له لوري وژل سوى.
چارواکي وايي چي ياد کس محمد رحيم نومېږي او د جلرېز اولسوالۍ په احمد خېلو سيمه کي وژل سوى.
په دې اړه لراوبر ته د وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي پخلى سوى او ويل سوي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي .