کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان رسالې د لسم خپرنيز کال په وياړ يوه تاريخي يادونه

د افغان رسالې د لسم خپرنيز کال په وياړ يوه تاريخي يادونه

مات رباب


 


شهيــــدان ظلم فـــــرنگيم ما


به خون وطـــن لاله رنگيم ما


دډېرې خواشينۍ خبره ده،چې اوس خبريږ؛زما له سترگو کله،چې په ۱۸۰۰ ع کال کښې انگريزان هندوستان ته ورسېدل په افغانستان کښې بل پېر پيل شواو دا نه تېريږي يعنې تر اوسه دوام لري،په دې کښې،چې څومره انگليسان اوس امريکايان يا پانگوالي ظالمان برخه وال دي،هومره زمونږ خپل يو شمېرپښتانه هم ورسره دي،چې تل له مغلو،انگليسانو،روسانو،امريکايانو سره نسلي ملگري شوي او خپل قوم يې وهلى دى .  


خوشحال خان خټک بابا يو سړى دى؛خپل وبال او گناه يې منلې ده .


په داسپينه ږيره،چې زه پښتون شوم


خداې مې مه کړه بيا مغل وايم په ځېره


بيا،چې په سپينه ږيره پښتون شوى وايي:


زه غليم داورنگ زيب يم


سر په غره په بيــــــــابـــــــان  


افغانستان کښې هغوى،چې ويل يې دروسانو غليمان ول،اوس امريکايانو او روسانو سره ولاړ دي،يعنې دهيچا دوستان نه دي او دهيچا غليمان،څوک،چې پېسې واخلي دخپل هېواداو قوم وږي سترگي،گېډه ماران،بې ضميره او بې وجدانه همدوي دي .




دمات رباب خبره راسره ده،ډېر ادبي ليکل شوې او شهزاده احمد علي خان دراني ليکلي دي،چې احمد شاه بابا يې دپنځم نسل پلار دى .


ډېره غمجنه قصه ده،دانگليسانو او خپلو افغانانو ظلمونه څرگندوي،چې لړليو،ناوليو خلکو او سردارانو ته دغه خوسا دود پاتې دى او اوس هم روان دى .



مات رباب رښتيا هم ديو رباب قصه ده،چې استاد واصل کندهاري دلاس نخښه وه؛چا له کندهاره هندوستان ته وړى دى او شهزاده احمد علي خان دراني ته يې ورکړى،دا رباب مات شوى دى ماته کورنۍ داحمدشاه بابا هلته انگريز او سردارانو فراري کړې ده .  


سدوزي داحمدشاه بابا قوم، چې په هندوستان او پاکستان کښې خواړه شوي او په افغانستان کښې نه شته ،بشپړ قوم يې شړل شوى؛نو ماته کورنۍ،مات زړونه،مات ربآب ټول يو ځاى شوي،شهزاده احمد علي خان دراني په تاريخ کښې ماستري اخېستې ده او دافغانستان تاريخ پوه و؛دلرغونې تاريخ او نوي تاريخ سره بلد و،خو ده تاريخي پېښې دتاريخ په دود نه دې ليکي، داستانونه دي او ډېر دي .


د ١٣٨٧ هـ ل کال دغبرگولي په پنځمه په ويرجينا کښې داحمدشاه هوتکي (دافغان رسالې مادي  او کولتوري مشر) په هڅه زما (   د قدرت الله ،حداد ،فرهاد) دڅېړنيو هڅو د درناوي غونډه جوړه شوې وه،دمات رباب خلک هم په کښې راغلي و .


غونډې کښې له درې سوه څخه ډېر حاضرين ول،هر چا سره دردونه ول .  



دافغان رسالې لسم کال په وياړ يوه تاريخي يادونه


دافغانستان په خبريالۍ او دژورناليزم په روان بهير کښې افغان رساله يو ځانگړى ځاى لري،په دغه تاريخي پېر کښې،ددغې رسالې او ټولنې مشر غښتلي احمد شاه هوتکي خپله ملي دنده په سمه توگه  سرته رسولې ده،د ده ليکاڼې (قلمي) ملگرو هم خپله وسه کړې ده .


که څوک د ده ټولې هڅې وگوري او ويې ليکي،هغه به بله رساله شي .


 دژونديا د دده بله هڅه ده،چې يو (دود) يې په خبريالۍ کښې پرېښود او هغه خبره يې ماته کړه،چې ويل کېده : ناهيلو ژونديو ته يې هيله ورکړه .


له بلې خوا ( افغان رساله ) په يوه تاريخي ارشيف بدله شوه . پر افغانستان،چې اوږدې بدې ورځې راغلي،افغان رسالې پر  ټولو خبرې وکړى،تصوير څېرې او کارتونې مطالب يې خپاره کړي وي .


 شهيدان ظلم فـــرنگيــــــم ما


به خون وطن لاله رنگيم ما


دايو تاريخي کارتون دى ، چې محمود طرزي خپورکړى و .


د دوو شهيدانو هډوکې له قبره يا له خاورو پاڅيدلي پر يوې ډبرې يې ليکلي ، چې مونږ دفرنگ له ظلمه شهيدان يو ؛ فرنگ همدغه اروپايان او امريکايان دي ، چې له پېړيو مو وژني  او مونږ اوس بيا هماغه فرنگ  سره لگيايو او د دوى له منگولو څخه نه شو وتلى؛ځکه خپل افغانان مو دفرنگ په چوپړ کښې دي .


بارې کله،چې خداى ج وغواړي ، انشا الله .  


افغان رساله څو اړخيز کار کوي اوس يې خپله ويسا موندلې ده،چې هره پلايې افغانان پنډ کړي،څو دزړه خواله سره وکړي،افغان رسالې د ١٣٨٧ ل هـ دغبرگولي پر څلورمه په ويرجينا کښې ددغه عاجز لپاره د(افغان ملي ټولنې) په مرسته،چې کومه غونډه جوړ کړې ده،ارمانجن افغانان ورته راغلل،ټول په خوشحالۍ ناست ول،ځکه ټولو په زړه کښې دا يوه خبره درلوده،چې : هېواد مو له اوسني غرقابه ووځي .  


ليکوال له ټولو راغليو اغلو او ښاغليو دزړه له کومې مننه کوي  په تېره بيا له هغو،چې له ليرې ځايو راغلي وه، هغوي،چې ددغې لپاره يې مادي او معنوي مرستې کړې وې،څښتن تعالى دى اجرونه ورکړي،ليکوال  دا توان درلود؟!


يار دناز له خوبه پاڅي پسې گرځي


چې فلک دعاشقانو بخت بېدار کا


                                                                 رحمان بابا