د تلې مياشتې په دويمه د افغان ولسمشر په مشرۍ د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه، چې د تلې اتمه او نهمه نېټه دې په ټول هېواد کې د ملي ماتم په نوم ولمانځل شي، همداشان په ټولو دولتي او غيردولتي ادارو باندې ملي بيرغ تر دوو ورځو پورې نيم ځوړند شي.
د مېزان په اتمه دخوست ولايت په مرکزي لوى جامع جومات کې د پنځه زره شهيدانو په وياړ د جوړ شوي پروګرام په ترڅ کې غيبانه جنازه،د قرآن عظيم الشان ختمونه اود فاتحې مراسم ترسره شول.
خوست والي عبدالجبارنعيمي د ١٣٥٧-١٣٥٨ کال پورې د پنځوزرو کسانو په ډاليزه توګه په شهادت رسول د اسلامي او بشري اصولو خلاف جنايت وباله او عاملينو ته يې د محاکمې غوښتنه وکړه.
د ښاغلي نعيمي په خبره د ا ډول وژنې يوازې د دې لپاره شوې وې،چې وژل شويو کسانو د کمونېستي مفکورې زغم نه درلود او نه يې غوښتل چې په همدغه اسلامي هېواد کې دپراديو په اشارې غيراسلامي کړنې ترسره شي.
ده وويل افغانان د ډېرو ظلمونو او ستمونو له امله دې ته اړ شول، چې بهرنيو هېوادونو ته هجرت وکړي او له هغه ځايه دشوروي اتحاد او کمونېستي حکومت څخه خپله خاوره ازاده کړي، چې د څوارلس کلن وسله وال جهاد په پايله کې دغه ارمان ته ورسېدل.خو اوس ځينې کړۍ د دغو مجاهدينو چې د افغانستان په ازادۍ کې يې د سراو مال قربانۍ ورکړي، دهغوى د بدنامولو لپاره ډول، ډول دسيسې جوړيږي او په عام ډول داسې ناوړه تبليغ کوي، چې مجاهدين او هجرت کوونکي د خاورې پلورونکي دي.چې د ده په خبره دا ډول خبرې د څوارلس کلن جهاد او د مليونونو افغانانو د قربانيو سپکاوى دى، چې په اوس کې د ملي يووالي، پرمختګ، سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هم د پام وړ زيان رسوي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر هدايت د خبرو پرمهال د ١٣٥٧ کال خونړۍ کودتا په هېواد کې د زياتو بدبختيو او ګډوډيو سرچينه وبلله.د نوموړي په خبره کمونېستان پدې نه پوهېدل، چې افغانان به هېڅکله د پرادۍ کمونېستي مفکورې زغم ونه لري، بلکې په ډېره مېړانه به خپله خپلواکي ترلاسه کوي.
ده وويل افغانانو په ډېره مېړانه پرادي ځواکونه له خاورې وشړل او شوروي اتحاد يې په څو برخو ووېشو او نړۍ ته يې دا وښوده،چې افغانان د پراديو په مقابل کې متحد او مخکښ دي.نوموړي هم له حکومت غوښتنه وکړه،چې د وخت هغه مسوولين چې بې ګناه خلک يې په شهادت رسولي، محاکمه کړي.
د شهداوو د وارثينو په استازيتوب ډاکټربصير وويل، چې پلار يې په ١٣٥٧ کال کې د بګرام د عسکري روغتون سرطبيب وو او د وخت د حکومت له لوري په خپله دنده کې تريتم شوى وو، چې پدغه افشا شوي لېست کې دوى ته مالومه شوه، چې پلار يې څلوردېرش کاله وړاندې شهيد شوىدى.نوموړي دا ډول وژنې ظالمانه عمل وباله او له حکومت يې وغوښتنه وکړه، چې عاملين يې بايد په اعلني ډول محاکمه شي.
ورپسې نورو ګڼ شمېر ويناوالو د ثور خونړۍ کودتا په سختو ټکو سره وغندله او عاملين يې د ملت او خاورې سره په خيانت تورن کړل.يادو ويناوالو د روانوشخړو، بدبختيو ، وينې تويېدنې ، بهرنيولاسوهنو او ورانيو پړه د خلق او پرچم په ګوندونو ورواچوله، چې په شهيد سردار محمدداودخان يې د ټولو اسلامي ، ملي او بين المللي اصولو خلاف د پراديو په مستقيمه اشاره کودتاه وکړه او هېواد يې د جګړې ميدان وګرځوه.