کور / هراړخیز / سيار مرکزونه د ولس لپاره يو چانس

سيار مرکزونه د ولس لپاره يو چانس

ټاکنې هغه ملي پروسه ده، چې د هېواد په شرايطو برابر هر وګړى دا حق لري، چې په دې پروسه کې ګډون وکړي او د خپل ګډون په واسطه خپل سرنوشت وټاکي، هغه چاته رايه ورکړي، چې په راتلونکي کې دا هېواد لا هم د پرمختګونو شاهد وګرځي، خو که چيرې ولس د خپل سرنوشت په ټاکنه کې له بې پروايۍ او شا ته پاتې کيدو هڅې وکړي نو په دې سره به دا هېواد يو ځل بيا په شا تګ پيل کړي او د ولس په شاته پاتې کيدو سره به نورې بېلا بېلې بدبختۍ او ورانۍ رامنځ ته شي.
نو ولس ته په کار ده،چې په دې پروسه کې په غوڅ اکثريت سره ګډون وکړي، په لومړيو کې بايد د رايې کارتونه واخلي او وروسته دې په ټاکنو کې برخه واخلي.
د هېواد په ولايتونو کې د ليرې پرتو سيمو خلکو لپاره د ټاکنو خپلواک کميسيون د سيارو مرکزونو په مرسته خلکو ته د رايې ورکونې کارتونه وويشي،تر څو په ليرې پرتو سيمو کې خلک د ټاکنو له کارتونو برخمن شي او وکولى شي دوى په راتلونکو ټاکنو کې خپله رايه وکاروي او خپل سرنوشت وټاکي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مسوولينو ويلي،چې د نوم ليکنې په دريمه مرحله کې به تر شپږو اونيو د هيواد په ټولو ليرې پرتو سيمو کې هغو خلکو ته د رايې ورکونې کارتونه ورکړي، چې مخکې تر دې يې نه دي اخيستي،دوى په دې برخه کې له امنيتي ارګانونو مرسته غوښتې،تر څو د سيارو مرکزونو امنيت ټينګ او د ليرې پرتو سيمو خلک وکولى شي د ټاکنو لپاره کارتونه تر لاسه کړي.
په دې برخه کې په لومړيو کې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته په کار ده، چې دغه د سيارو مرکزونو موده زياته کړي، تر څو خلک وکولى شي په هره سيمه کې د رايې کارتونه واخلي او په راتلونکي کې خپل سرنوشت وټاکي، ځکه په دغه موده کې دوى نه شي کولى په ولايتونو کې د سيارو مرکزونو په مرسته خلکو ته کارتونه وويشي.
بل خوا امنيتي ځواکونو ته په کار ده، چې ددې سيارو مرکزونو امنيت په غاړه واخلي، تر خو دوى وکولى شي په اسانۍ سره په کليو او بنډو کې خلکو ته کارتونه وويشي، که چيرې امنيت شتون ونه لري نه د سيارو مرکزونو کار کوونکي کولى شي، چې په ځينو سيمو کې د ټاکنو کارتونه وويشي او نه خلک کولى شي،چې په ازاده فضا کې راشي او د راتلونکو ټاکنو لپاره کارتونه تر لاسه کړي، نو امنيت هغه مهمه برخه ده، چې په دې برخه کې هم د ټاکنو خپلواک کميسيون او هم د ولس سره مرسته کوي.
دغه د سيارو مرکزونو پيليدل د ولس لپاره يو چانس دى بايددغه موکه ولس هم له لاسه ورنه کړي اوهغه څوګ، چې په شرايطو برابر وي بايد په کليو او بنډو کې د ټاکنو کارتونه تر لاسه کړي، خو په دې کې بايد له دې چانس څخه هغه خويندې، چې غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي، خو کارتونه نه لري نو له دې فرصت نه دې ګټه واخلي څو وکولى شي په اسانۍ سره کارتونه واخلي او په ټاکنو کې برخه واخلي.