نن ددوشنبې ورځ د میدان وردګو ولایت مقام او ولسونو له لوري په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸لمریز
کلونو کې د شوروي پلوه حکومت د استخباراتي ادارې له خوا په شهادت رسول
شويو کسانو فاتحه او یادونه د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ترسره کیږي.
له تاسو ټولو رسنیو څخه په درنښت هیله کوو،چې د شهیدانو د یادونې او
فاتحې په دغه مراسمو کې د خبري پوښښ په موخه له موږ سره ګډون وکړئ،په دغه
مراسمو باندې ستاسو له لورې د یو خبر جوړېدل به د شهیدانو کورنیو ته د
تسلیت پيغام وي.
ادرس : میدان ښار غازي کریم د غونډو تالار.
نیټه : 1392/7/8 دوشنبې ورځ
ساعت : د ماسپښین یوه بجه