کور / تازه خبرونه / د دارلمعلمين پياوړتيا د ښوونيز بهير کيفيت لوړوي

د دارلمعلمين پياوړتيا د ښوونيز بهير کيفيت لوړوي

د روان کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه دخوست ولايت د دارلمعملين په برخه کې د شته ستونزو د هواري په موخه د دغه ولايت د پوهنې ريس انجنيربخت نور بختيار،د دارلمعلمين ريس محمدجان،يو شمېر استادانو ، د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه حسيني ، د ولايتي شورا منشي مرادخان منګل د ولايت مقام په دفتر کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره ځانګړي ليدنه وکړه.

دپوهنې ريس انجنيربخت نور بختيار ، د دارلمعملين مسوول محمدجان وقار خوست والي ته د دغه علمي روزنيز مرکز په تړاو بشپړ مالومات وړاندې کړل.دوى وويل دغه عالي درالمعلمين چې په خوست ښار کې موقعيت لري، په بېلابېلو برخوکې((٨٠٠)) اته سوه زده کوونکي نيمه لوړې زده کړې کوي، چې لدې جملې يې ((٦٠))شپېته تنې انجونې دي.

همدارنګه په يو شمېر ولسواليو کې هم دغه دارلمعلمين ٩ نهه حمايوي څانګې لري، چې په کې شاوخوا (( شپږسوه))تنه زده کړې کوي.

همداشان يادو مسوولينو پدغه ځانګړي ليدنه کې د خپل تعمير نشتوالى يوه ستونزه وبلله ،چې پدې هکله يې له خوست والي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي علمي مرکزونه د هېواد ستره معنوي علمي پانګه وبلله، چې په اساس يې په ټولنه کې شته ستونزې له منځه ځي او ځاى يې پرمختګ نيسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياتوله د دارلمعلمين پياوړتيا کولى شي، چې دخوست په ښوونځيو کې د زده کړې کيفيت لوړ او په تدريسي بهير يې مثبت غېز وکړي.

ښاغلي نعيمي په دوى غږ وکړ،چې دغه علمي مرکز بايد له هر نوع سياسي، اداري او ټولنيزو ستونزو خوندي وساتل شي او يوازې پدې کار وشي، چې ټولنې ته مسلکي او په لوړ معيار برابر ښوونکي وړاندې کړي.

نوموړي دخوست د پوهنې رياست چارواکو، د دارلمعلمين مسوول او استادانو ته ددغه علمي مرکز په پياوړتيا او حمايت کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.