کور / خبرتیا او پيغامونه / په رسنیو کی د ایزاد او تعدیل په هكله د سفما پيغام

په رسنیو کی د ایزاد او تعدیل په هكله د سفما پيغام

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما)مطبوعاتی اعلامیه
۷میزان / ۱۳۹۲ کال

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما)دولسی جرګی لخوا په رسنیو کی د ایزاد او تعدیل د طرح دتصویب سره سفما افغانستان په کلکه مخالفت لری اود ولسی جرګی څخه غواړی چه په دی هکله له سره غور وکړی.
دغه طرح داطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر مخدوم رهین لخوا‌ دځان په نفع یوه کارونه ده چه له همدغه طریقه دی غواړی چه آزادو رسنیو ته یو ګواښ پیداکړی افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) د اطلاعات او فرهنګ د وزیر دبیان دآزادی مخه نیول په کلکه غندی.

په درنښت
محمد ضیا بومیا
په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) مشر