دوستانو په دې اړوند چې په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان یو شمیر اتلانو او د هغوي د کورنیو یو شمیر غړو قبرونه د ورانیدو په حالت کې دی چې د څو کالو راهسې په دې اړه رسنیو هم رپوټونه نشر کړي دي خو تروسه پورې د افغانستان دولت او په ځانکړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله دنده ادا نه کړه او پر دې مقبرو په جوړیدو یې سترګې پټې کړې . نو اوس راځی دوستانو چې خپله مټې راونغاړو ترڅو د خپلو ملي اتلانو مقبرې په خپله جوړې کړو او د هغو ساتنه وکړو .
“د خیبرپښتونخوا د پيښورښارسره نژدې د درانيانو په هديره کې د افغانستان ملي اتل غازي سردار محمد ايوب خان قبرسره څيرمه د اميرشيرعلي خان د ميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان د مور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان د ميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته چی د وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې وه ورک شوی دی اوښايي پرځای به يې نور مړي خښ شوي وي. د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی پرې لګيدلي ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوي دي او دغه مقبره د ورانیدو په حالت کې ده د سیمې خلک هم وایي چې که د دې قبرونو ساتنه ونشي ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يوړل شي او زیاتوي چې (د دې د ساتلو والا څوک نشته . دوی له افغانستان نه راغلي او دلته یی دا ځای په نصیب شوی. او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دي ، د شپی خلک راځي او تبزي تیرینه وړي ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږي. مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتي) د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردار محمد ایوب خان په کال 1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنې دڅونوروغړوخواته خواروته وسپارل شو.
هر افغان چې غواړي د خپلو اتلانو د مقبرو په جوړیدو کې مرسته وکړي نو په لاندې فیس بوک له لارې دې په تماس کې شي https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage