کور / تازه خبرونه / بلوچستان:نن په دکډوالو مشرانو د خپلو ستونزو په اړوند د اړوندو ادارو د مشرانو سره وکتل

بلوچستان:نن په دکډوالو مشرانو د خپلو ستونزو په اړوند د اړوندو ادارو د مشرانو سره وکتل

په دي کتنه کي د کوټه د جنرال قونسل الحاج غلام محمد بهادور ، د کډوالو آتيشه خرمي ، د ډي اي حاجي خالد خان اڅکزی اود افغان کميشنر حافظ محمد طاهر خان سره د (۹) پنډغالو مشرانو د خپلو ستونزو په اړوند خبري وکړي .
چي ديادو پنډغالو د مشرانو په استازيتوب ښاغلي ظاهر پښتون ، حاجي حيات الله خان پوپلزې ، ملک محمد نادر خان سليمانخيل ، حاجي بنګل خان توخي او چارمحمد د کډوالو پر نيولو د کارډونو پر ورکړه او دهغو پر اعتبار ،
تعليم ، صحت او اوبو باندي وږغيدل . د يادو چارواکو له خوا ورته ډاډ ورکړل سو چي انشاالله په راروان وخت کي به خپل تروسه ددي ښتونزو په حل کولو کي به پوره پوره کوښښ وکړو .چي ستاسي دافغان کډوالو ستونزي به د
بلوچستان د (يو ،اين ، ايچ ، سي ،آر) د نوي چيف لپاره چي پر دويم اکتوبر راځي ورسره شريکي کړو او په حل کولو کي به يي جدي غوښتنه وکړو.