د پوهني وزارت وايي دلوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې دوه تنه ښوونکي په خپل کلې کې د نامعلومو وسله والولخوا په شهادت رسول شوي دي.
په دي هكله خپره سوي اعلاميه كي راغلي چي په دغو استادانو کې یوهم ۴۵کلن استاد قاضي عبدالحمید چې دتیرو شپږو کلونو راپدیخوا د لوګر په عالي دارالمعلمین کې ښوونکی وه او بل یې هم د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو په نوم د هلکانو د لیسې ۵۸ کلن استاد دین محمد شامل دي.
دغه دواړه استادان پرون ورځ شاوخوا ۳ نیمې بجې په خپل کلې ( کتب خیلو ) په سیمه کې دیو شمیر وسلوالو موټر سایکل سپرو کسانو لخوا تر برید وروسته په شهادت رسول شوي دي.