د کورنيو چارو محترم وزیر ښاغلي عمرداودزی صاحب! تر هر څه دمخه تاسو ته د نوې دندې مبارکي وایم، تاسو تر دې دمخه پر مهمو او حساسو پوستونو (په پاکستان کې د افغانستان سفير او د هغه له مخه د جمهور رئيس د دفتر رئیس) په توګه دنده سرته رسولې، چې تر ډېره پدې برخه کې بريالي وئ، خوشبختانه چې د ملت استازو هم تاسو ته د نوي څوکۍ لپاره د اعتماد رايه درکړه او هغه اعتماد چې جمهور رئيس پرتاسو کړی و هغه ته رسماً وټاکل شوئ.
ولې!!
سپارښتنه پدې خاطر چې تاسو دې څوکۍ لپاره په ډېر حساس وخت کې وټاکل شوئ، تر ۱۹۰ کمې ورځې په مخ کې لرئ، تاسو ياست چې ملت ته په ډاډمن امنيتي فضاء کې د رايې ورکونې احساس ورکوئ، د کورنيو چارو په وزارت کې د تېرو ۱۲ کالونو څخه راپاتې ناخوالو ته هم بايد د پای ټکی کېښودل شي، که څه هم د کورنيو چارو پخواني وزیر مجتبی پتنګ پدې برخه کې کوټلي ګامونه اخيستل خو د ولسي جرګې له يو شمېر وکیلانو له لوري په دام کې ګير شو، او هغه څه چې پتنګ غوښته پوره يې نه شو کړای، اوس تاسو پدې برخه کې قرار لرئ، پر تاسو ده، چې څومره پدې برخه کې کوټلي ګامونه اخيستلی شئ.
د کورنيو چارو وزارت اړوند اداراتو کې په ځانګړي ډول د ولاياتو، ولسواليو او حوزو قومندانانو کې اصلاحات راوستل، اوسمهال هره څوکۍ ځان ته قيمتونه لري، سرحدي او ملي پوليسو په ليکو کې بې عدالتۍ، بې نظمي او خودسري اوج ته رسيدلي، ددې لپاره ښه ثبوت دا دی چې له پيژنتون ادارې معلومات وشي ټول به جوت شي.
هغه سرتيري چې د ولس او خاورې ساتلو لپاره يې سرونه په لاسونو کې نيولي، د دوی د نشې او خودغرضۍ ښکار شي، ماينونه يې څيري کړي او دښمن يې وخوري، همداء دښمن بيا د يو شمېر قومندانانو له لوري خلاصېږي، پداسې حال کې چې د هماغه قومندانۍ سرتيری به يې خوړولی وي
د ولسواليو له قومندانانو نيولې بيا تر حوزو امرينو او ولاياتو قومندانانو د ځان حمايه لپاره يې د رشوت ځنځيري اړيکي تر وزارتونو غځولي، کله چې د دوی له لوري رشوت ورکړل شي بيا هېڅ خبر نوي او که ورنکړل شي، بيا يې د څوکۍ خير نه وي، همداء مسوولين بيا د لويو لارو پر سر د موټرونو او مسافرو څخه پيسي اخلي او په دې طريقې سره تر وزارت پورې د رشوت پیسي رسېږي، ځيني وخت خو داسي هم کيږي، چې يو څوک پدې نوم چې ګواکې د ورانکارو سره لاس لري ويرول کېږي او پیسي ترې اخيستل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت اړوند په ټولو قراردادونو کې فساد اوج ته رسيدلي که توجهه ورته ونشي، ليري نده، چې په فساد کې به ياد وزارت نړیوال ريکاډ ټينګ کړي
اوس تاسو پورې تړاو لري، چې څنګه به د وکيلانو له فشارونو، ډله ييزو سفارشونو، ډله ييز امتياز غوښتنو او فرمايشي منفکيو او مقرريو څخه ځان، د کورنيو چارو وزارت او ټول افغانستان وژغورئ؟
ستاسو د موفقيت په هيله
جانان احمدزی