کور / تازه خبرونه / سرحدي پوليسو يو وسله وال طالب وژلى دى

سرحدي پوليسو يو وسله وال طالب وژلى دى

د شپږم سرحدي زون پولیسو له ملي اردو سره په ګډو عملیاتو کې یو طالب جنګیالى وژلي او ځني نور جنګې او لیږدونکي وسایل يې ترې نیولي .

په هلمند کي د شپږم سرحدې زون قوماندان سمونوال سلطان محمود ( محمود) وايې چي تیره ورځ سهار ښپږ بجې عملیات پیل سوي چې تر مازدیګر څلورو بجو يې داوم لاره ، چې په پایله کې يې د طالب وسله والو څخه د یوه تن جسد چې د جګړې پر میدان پاته سوی ؤ د سرحدي پولیسو لاسته ورغلي او را لیږدولي يې دی .

ددې تر څنګ سرحدي پولیسو ته دوه عرادې هنډا موټر سایکلونه ، یو قبضه راکټ انداز ، له دوه فیره مرمیو او دوه د پیکا شریدونه د جګړې له ځایه لاسته ورغلي .

د قوماندان په خبره دې عملیاتو کې درې سوه (۳۰۰) د ښپږم سرحدي زون پولیسو او د ۲۱۵ میوند قولي اردو اړوند ملي اردو برخه لرله ، چې رهبرې يې د سرحدي پولیسو پر غاړه ؤ .

دا عملیات د خانشین ولسوالۍ په تاغذ ، کړم او ګردۍ کې روان ول .

د ښاغلي محمود له قوله چې نن ورځ د خانشین ولسوالۍ په ملخان ، سره کلا ، ریګي او ګردۍ سیمو کې عملیات دوام لري چې تر دا مهال يې دوه کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي .

په دغه جګړه چي تیره ورځ رامینځته یوې وه افغان پوله ساتونکوځواکونوته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی .