د روزګان امنتي چارواکي وايې چي د دې ولايت څخه په زيات شمير بهرني سرتيري وتلي او ټولي نظامي چاري افغان امنتي ځواکونه پر مخ بيايي ، خو دلته د پوليسو د کم تشکيل خبره لويه ستونزه بولي .
د پخوا په پرتله اوس دلته امنتي چاري سمي سوي چې تر ډيره يې لامل د بهرنيو سرتيرو وتل دي .
روزګان چې د سويلي ولايتونو له ډلې نارامه او له پامه غورځول سوی ولايت دی ، هلته بهرنيو سرتيرو خپلي ټولي چاري افغان ځواکونو ته سپارلي دي او اوس هلته په خورا کم شمير اسټراليايي سرتيري ميشت دي .
د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايې چې اوس مهال ټول نظامي عمليات افغان سرتيري چې ډير يې پوليس دي تر سره كوي او په دې وروستيو کې د پام وړ لاسته راوړني هم لري.
امنيه قومانداني د پوليسو كم تشکيل هغه ستونزه يادوي چې دلته يې امنتي چاري ټکنۍ کړي دي ، فريد عايل وايې چې د ټولو چارو د سپارلو تر څنګ د پوليسو د تشکيل د زياتوالي لاره چاره خورا مهمه او اړينه ده .
په مشرانو جرګه کې د روزګان د خلکو استازی امان الله اعظمي وايې چې د ارزګان دپاره د پوليسو د زياتوالي ستونزه يې په وارو وارو د کورنيو چارو د وزارت سره شريکه کړي خو حل سوې نه ده .
د رزګان امنيت د پخوا په پرتله سم ښکاري ځکه په دې وروستيو کې خورا کم امنتي رپوټونه ترې تر لاسه کيږي خو په ولسواليو کې اوس هم وسله وال طالبان شتون لري او وخت ناوخت وسله وال بريدونه کوي .