کور / تازه خبرونه / كندهار: په هوايي بريد كي ۲ تنه ماين ښخوونكي وژل سوي دي .

كندهار: په هوايي بريد كي ۲ تنه ماين ښخوونكي وژل سوي دي .

هوايي بريد په پنجوايي کي دوه پاکستاني طالبان ووژل
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي د کندهار ولايت په پيجوايي ولسوالۍ کي د ګډو ځواکونو يوه هوايي بريد کي دوه تنه مسلح پاکستاني طالبان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه كي راغلي چي وژل سوو پاکستانيو طالبانو تېره ورځ د يادي ولسوالۍ د قاسم رباط په سيمه کي غوښتل چي ماينونه ښخ کړي چي په سيمه کي د امنيتي ځواکونو لخوا تشخيص سوي او وروسته په هوايي بريد کي وژل سوي دي.
د خبرپاڼي له قوله چي په همدې تړاو دوه تنه مشکوک افراد هم د يو شمير وسلو او مهماتو سره نيول سوي دي چي (١) کلاشنکوف، (١) پايه مخابره او يو عراده موټرسايکل هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
تر اوسه ددې پيښي په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .