کور / تازه خبرونه / كندهار: ترافيكي پيښي ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

كندهار: ترافيكي پيښي ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

په کندهار کي ترافيکي پيښي څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واړول .

بيښه پرون جمعه مازيګر شپږ بجې د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لويه لار د تخته پل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کوچنيو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده .

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وايې چې په پيښه کې دوې ښځي او دوه ماشومان وژل سوي او لس تنه نور ټپيان سوي دي .

هغه وايې چې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی .

موټرونه يو له ښار څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته او بل له ولسوالۍ څخه ښار ته په لاره وه ، يو موټرچلوونکی بندي دی او بل په ضمانت خوشي سوی دی .

ترافيک چارواکي د پيښي لامل د موټرونو تيز سرعت بولي .