کور / تازه خبرونه / هند: د ۲۲ کورنیو پر ویدو کسانو څلور منزله تعمیر راونړېد (ويډيو)

هند: د ۲۲ کورنیو پر ویدو کسانو څلور منزله تعمیر راونړېد (ويډيو)

د هند د مومبۍ په ښار کي یو څلور منزله تعمیر نن (د جمعې) په سهار شپږ بجې شاوخوا
پر ۱۱۰ ویدو کسانو راونړېدئ. لږ ترلږه ۱۳ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او
تر ۴۰ زیات نور بند پاته دي. ژغورونکي ډلي د یو شمېر کسانو په بچ کولو بریالي
سوي.

یاد تعمیر شاوخوا ۳۵ کاله ترمخه ودان سوئ و او ۲۲ کورنۍ پکښي اوسېدې چي د
واړو کورنیو وګړو یوځای په یوه کمپنۍ کي کار کاوه.

دا لومړنی ځل نه دئ چي کار کوونکي د تعمیرونو د زوړوالي قرباني کیږي، بلکي تر دې
وړاندي هم ورته پيښي د هند، پاکستان او بنګله دېش په ګډون په یو شمېر نورو غریبو
هیوادونو کي رامنځته سوي دي. د روان میلادي کال په اپریل کي مومبۍ ته څېرمه
په تېنه کي هم یو تعمیر راونړېد چي له امله يې ۷۲ کسان له منځه ولاړل.