نیویارک: د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر میا نوازشریف ویلي، د سولې خبرو لپاره باید طالبانو وسله وغورځوي او د پاکستان اساسي قانون ومني.نوازشریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی.له امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ سره په مرکه کې نوموړي وویل، طالبان باید دغه حکومتي” شرطونه ” ومني.نوموړي اندېښنه وښوده، چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوام به له طالبانو سره د سولې خبرو بهیر ته زیان ورسوي.د نوازشریف په خبره حکومت یې په څرګنده ویلي، چې ترهګریز فعالیتونه د منلو نه دي او طالبان باید له ترهګرۍ نه لاس پر سر کېدو وروسته له حکومت سره د خبرو لپاره د چمتووالي اعلان وکړي.د نوموړي په وینا:موږ د هغو ځواب ته منتظر یو، چې په دې اړه څه وايي، ځکه هغوی خپله هم د مذاکراتو خبره کړې ده “د پاکستان لومړي وزیر په وینا:هغوی څو ځلې ویلي، چې د هېواد اساسي قانون نه مني، خو د اساسي قانون منل اړین دي”د نوازشریف په خبره هغوی څو ځلې ویلي، چې د هېواد اساسي قانون نه مني، خو د اساسي قانون منل اړین دي””که موږ د ترهګري له منځه وړلو هوکړه کوو، نو دوی باید وسله هم وغورځوي”دا لومړی ځل دی، چې د پاکستاني حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره یو څه “شرطونه ” مخې ته راځي.بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې ویلي، داسې مهال چې حکومت له طالبانو سره د خبرو هیله لري، ورسره داسې فکر کوي، که دغه خبرې نابریالۍ شي، سخت اقدامات به وشي.له جان کېري سره د نوازشریف له لیدنې وروسته، امریکايي چارواکو رسنیو ته وویل” دوی دې لور ته هم پام کوي، چې که خبرې نابریالۍ شي، نو پراخ عملیات ترسره شي او دغه ډول عملیات به یوازې د طالبانو تر حده محدود نه وي، ځکه پاکستاني طالبان په دغو سیمو کې د نورو ډېرو ترهګرو ډلو رهبري کوي.”