د سنا د شکايتونو کمېسيون مشر: وکيلان دي د رايو په خاطر مقدس اماکين نه استفاده کوي.په مشرانو جرګه کي د شکايتونو د اورېدلو د کمېسون مشر ډاکټر زلمى زابلى وايي، چي د خلکو استازي دي د رايو او حيثيت تر لاسه کولو لپاره مقدس او تاريخي اماکين نه استفاده کوي.
زلمى زابلى، چي نن يې د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي يوې جوړي غونډي ته، له کندهار والي سره يو ځاى خبري کولې، زياته کړه، چي له بده مرغه د کندهار د خلکو يو شمېر استازو د خپلو شخصي ګټو لپاره د تاريخي ابداتو او مقدسو اماکينو څخه ناوړه ګټه اخستنه پيل کړې او په دې توګه هڅه کوي، چي د خلکو په منځ کي محبوبيت تر لاسه کړي.
نوموړي کندهار ولايت ته د خرقې مطهرې د پنجرې د موضوع په اړه سفر کړى و، چي څه موده مخکي د دغه ولايت د يو شمېر وکيلانو لخوا راپورته سوې وه او داسي تور لګول سوى و، چي ګواکي دغه پنجره د ولايتي ادارې په خوښه ليري سوې او پر ځاى يې د ايران جوړ بله پنجره لګول سوې ده.
ښاغلي زابلي ددغه سفر په ترڅ کي له خرقې مطهرې څخه هم ليدنه وکړه او هغه پنجره چي په اړه يې وکيل صاحبانو په ورځو ورځو تاوده بحثونه روان کړي ول، له نژدې و ليدله.
هغه هلته د خرقې مطهرې له متوليانو سره هم وليدل او د هغوى ترڅنګ يې د ولايتي شورا له استازو سره هم ددغي موضوع په ارتباط خبري وکړې او معلومات يې تر لاسه کړل.
نوموړي له پنجرې څخه تر ليدني وروسته په جوړه سوې مطبوعاتي غونډه کي خبري وکړې او ز ياته يې کړه، چي د خرقې شريفي پنجره په خپل ټول عزمت سره پر خپل ځاى پاته دى او په دې برخه کي هيڅ راز معاملې صورت نه دى نيولى.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدلو کمېسيون رئيس همداراز وويل، چي په خپله د خرقې مطهرې متوليان په دې برخه کي بې تفاوته پاته سوي او ګرم دي.
زابلي زياته کړه ((که وکيل صاحبان کار او خدمت نسي کولاى، نو د مقدسو اماکينو دي استفاده نه کوي او له دې لاري دي خپلي فردي ګټي نه تعقيبوي ځکه چي د ټولو اصولو او مقرراتو خلاف کار دى)).
هغه يادونه وکړه، چي د خرقې مطهري ټولي پخوانۍ دروازې او پنجرې پر خپل ځاى پاته دي او هيڅ راز تغير پکښي نه دى راغلى.
نوموړي په عين حال کي له وکيلانو غوښتنه وکړه چي د کندهار ولايت د نورو ستونزو او مشکلاتو د حلولو لپاره کار وکړي او تر شخصي ګټو، ملي منافعو ته توجه وکړي.
کندهار والي هم د نن ورځي په غونډه کي رسنيو ته وويل، چي په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو يو شمېر استازو افواهات خپاره کړي او د شخصي مسائلو او منافعو د تعقيب په هدف يې له خرقې مطهرې په استفاده د ولايتي ادارې د بدنامولو هڅه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، هغه کسان چي دولت ورڅخه د برق د ماليې تحويلولو غوښتنه کوي او هغه وکيلان، چي د مځکو د غصب په خاطر ورسره ولايتي ا داره مبارزه کوي، اوس کار کوي، چي له حتى له مذهبي او مقدسو اماکينو په ګټه اخستلو سره دولت بدنام کړي او خپل شوم اهداف تر لاسه کړي.
هغه يادونه کړه، چي دغه ډول وکالت هيڅ ښه وکالت نه دى او ضروري ده، چي وکيل صاحبان د نورو هغو ستونزو لپاره چي دغه ولايت ورسره لاس او ګرېوان دى کار وکړي او له خپلو مؤکلينو سره کړي ژمني پوره کړي.