کور / تازه خبرونه / د کندهار پوليسو تېره اوونۍ ۲۱ مخالفین وژلي دي

د کندهار پوليسو تېره اوونۍ ۲۱ مخالفین وژلي دي

دکندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د ولايت مقام د رسنيو سره د اړیکو او معلوماتو په دفتر کي په خپله اوونیزه نوبتي غونډه کي خبريالانو ته وويل چي ملي پوليسو د تیرو دوو اونیو په جریان کي ۲۱ ګډ او ۲۳ ځانګړي عملیات کړي دي چي پر مهال یې ۲۱ تنه وسلوال مخالفین وژلي، ۱ تن زخمي کړی او ۲۱ تنه نور وسلوال مخالفین یې ژوندي نیولي دي.

ښاغلي اطرافي وویل چي په یادو چاڼیزو عملیاتو کي یې یو شمېر سپکي او درنې وسلې هم نیولي دي چي پکښي۲۴۷ مختلف النوع ماینونه، ۴۰۰ متره سانیه سوز، ۶۳ عدده د ماین پټاکی، ۲۰ حلقې لاسي بمونه، ۲۲ فیره د مزایل سرګلولې، ۲۱ فیره د مزایل مرمی، ۱۴ میله کلاشینکوفونه، ۴ تلیفونونه، ۱ کمپیوټر او یو پارسل چاودېدونکی باروت چي وسلوالو مخالفینو غوښتل چي په ښار او ولسوالیو کي یې په ورانکاره اعمالو کي وکاروي نیولي دي.

د نوموړي په وینا چي د تېرو دوو اونیو په عملیاتو کي یې د یادو وسلو تر څنګ په ښوراوک ولسوالی کي دوه ټکټرونه چي پکښي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای سوي ول نیولي دي کوم چي وسلوالو مخالفینو غوښتل چي د ښار په کومه سیمه کي ورته چاودنه ورکړي خو د افغان ملي پولیسو لخوا یې یاد شوم پلان مخه نیول سوې او چاودېدونکي توکي خنثی سوي دي.

هغه زیاته کړه چي ۲۱ تنه یې د جنايي پیښو په ارتباط نیولي دي چي د هغو د جملې څخه یې ۱۵ تنه د غلا په تور، ۱ تن د جعل کاری او ۴ تنه د لواطت په تور نیولي دي چي مربوطه څارنوالی ته یې د تحقیقاتو په موخه معرفي کړي دي.

دده په خبره چي په یادو عملیاتو کي یې د ښار او ولسوالیو په مختلفو برخو کي ۶۰ ګرامه هیرویين او ۳۱۱ کیلو ګرامه اومه چرس هم نیولي دي.

ښاغلي اطرافي دغه راز وویل چي د ترافیکو لخوا د بې اسنادو موټران، موټروانان د لیسنس نه درلودلو په خاطر جریمه کړي دي چي ټول عواید یې ۵۹۹۶۳۹ افغانی دي او د مستوفیت له لاري یې په افغانستان بانک کي جمع کړي دي.