په هېواد کې مو پيدا شوې ماشومان په جنګونو کې را لوى شول، او په همدې جنګونو کې يې خپل ژوند پاى ته ورسولو،خو د سولې او وروروالۍ دخواږه نوم لاندې يې ژوند ونه کړ.
د اوسنى وخت ماشومان هم خپل راتلونکى په هنداره کې ويني او د خپل ماشوم توب د ښه تيرولو او د راتلونکى لپاره له ښکيلو غاړو د سولې غوښتنه کوي،ځکه د لته سولې او ثبات ته اړينه اړتيا ليدل کيږي، پرته له سولې ژوند له مرګ سره لوبې دي او هر وخت دانسانانو څخه چې دحيواناتو ژوند هم له ننګونو سره مخامخ وي.
دا مهال يوازې ماشومان، نه بلکې افغان ولس سولې ته دومره تږى دى، چې له تګ څخه لويدلى دى د مرګ او ژوند په وروستۍ پوله پروت دى . ځکه په نه ختميدونکي جګړه کې يې له دواړو لورو نه جبرانيدونكې ستونزې وليدې او د هر پرمختګ څخه ليرې پاتې شوې دي نو ضرور به دوى دسولې لپاره هم لاريونونه کوي .
څو ورځې وړاندې په کابل کې لسګونو ماشومانو د ملي شورا مخې ته لاريون وکړ او په افغانستان کې يې د جنګ له ښکيلو اړخونو وغوښتل، چې جګړه ودروي او د خلکو په خاصه توګه د ماشومانو له وژلو لاس واخلي
دوى په شعارونو کې د سولې د ټينګښت غوښتنه کوله، ترڅو نور يو ارام هېواد ولرو او خپل درسونه په ښه توګه پرمخ يوسو، که چېرې زموږ په هېواد کې سوله او امن تامين شي، نو موږ به په کم وخت کې له بهرنيو هېوادونو سره سيالي وکړو او په ډېره کمه موده کې به ځانونه باسيا کړو.
په رېښتيا هم اوسنيو شرايطو ته په کتو سره، که چيرې دلته سوله تامين شي، نو ډېر زر به دا هېواد د پرمختګونو شاهد شي، ځکه په دې حساسو شرايطو کې هم تل افغانانو خپله زوړورتيا او وړتيا څرګنده کړې ده او په هره برخه کې يې په سياليو کې ځانونه له نورو مخکې راوستلې دي، خو د لته يوازې د افغان ولس ځپل او دسولې نه شتون هغه څه دي چې افغان کمزوري او وروسته پاتې ښودل شوې دي.
ښايي د نړۍ د بل هېڅ هيواد اوسيدونکي او تنکي ماشومان د افغانانو په څير د سولې تږي نه وي، ځکه په جګړو کې يې له دواړو لوروڅخه، نه جبرانيدونكې ستونزې وليدې،نو د جنګ پر ځاى بايد ښکيلې خواوې د خبرو له لارې خپلو هدفونو ته ځانونو ورسوي، ځکه د جنګ په کيدو سره ورانۍ رامنځ ته کيږي او لا به هم په دې خاوره کې افغان ولس او ماشومان ستونزې ګالي، نو په دې برخه کې افغان دولت ته هم په کار ده، چې د سولې شتون يوازې په يوه ډله او کس پورې ونه تړي، بلکې په دې برخه کې بايدله ټولو اړخونو سره د باور په فضا کې سولې ته لاره هواره کړي، تر څو نور د لته له يوې خوا ماشومان خپلو زده کړو ته دوام ورکړي اوله بلې خوا به د يو شمېر خلکو د لته د سولې په اړه نهيلۍ له منځه تللې وي او لا به باوري شوې وي.