کور / خبرتیا او پيغامونه / د کوهاټ کیمپونو د وروڼو د یوالي ټولنې

د کوهاټ کیمپونو د وروڼو د یوالي ټولنې

بسم الله الرحمن الرحیم
د ټولنې اعلامیه
دا چې ټولټاکني سم او صالح زعامت ته واک انتقالوئ او یوه ټولنه له بدنظمې د سمون او د غوڅ آکثریت د انتخاب او ملاتړ په لور بیايې او د اسلام د لومړی خلیفه نه تر څلورم پوري د هریو ټاکنه د ولس د ازادي رایه له مخې شوی ده موږ هم د خپل ایمان او عقیدی له مخي د ولس رایه معتبره او د لانجو د حل او د زعامت د ټاکنې اسلامی کړنلاره ګڼو خو په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان تیر او راتلونکئ انتخابات یو پر بل پسي ناسم ،غیر اسلامی ،غیر عادلانه او حتی له هغه ډیمو کراتیکو وصولو سره هم څرګند توپیر لری چې په غربي نړی کې مروج دی ، موږ باور لرو چې له انتخاباتو سره مخالفت له ولس سره د جګړي په معنی دی خو په داسی حالت کې چې هیواد مو تر آشغال لاندی ، بهرني لاسوهني ، په ټولټاکنو کې د رشوت راکړه ورکړه ، له هیواد د باندی د لکهونو افغان مهاجرینو ته د رایه ورکولو حق نده ورکړل شوئ ، د هیواد د غوڅ اکثریت سیمه نارامه ، د حزب اسلامی او طالبانو په څیر ځواکمن طرفونه له حکومت او نظام د باندی او تر خپلو واک لاندی سیمو کې خپل قضاي سیستم عملي کوي او بل طرف ته د حکومت واک تر ښارونو رالنډ او محدود بي له شکه دا انتخابات د ولس په خوښه او ګټه نه بلکه د ولس لپاره د یو بل فاسد او ظالم نظام وړاندی کول دی . د کوهاټ کیمپونو د وروڼو د یوالی ټولنه د راوانو ټاکنو سره خپل پریکون او د مخالفت غږ اوچتوئ او د افغانستان له مسلمان ملت هم غوښتنه کوې چې خپله رایه هغه چا ته مه ورکوي چې له تیرو دیارلسو کلونو سر په سر دوکه کوی ، خپلي ژمني نه عملي کوئ او دومره فاسد دی چې افغانستان ته یې په نړیواله سطحه یې د فاسد نظام لقب ورکړ .
د کوهاټ کیمپونو د وروڼو د یوالي ټولنې
په آستازیتوب د فرهنګې څانګه لخوا
۲۶/۰۹/۲۰۱۳