د نومبر پر 6مه په هند کي د افغانستان په سفارت کي دافغان محصلينو د اتحاديي د رياست لپاره ټاکني تر سره سوې چي درې کسانو ځانونه ورته کانديد کړي وه چي يو يي د بست فرهنگي ټولني مشر او د بگرۍ مجلې د امتياز څښتن بريالي هلمند وو چي دا مهال په هند کي په خپلو لوړو زدکرو بوخت دى او دوه نور يي فهيم شاداب او سيد محمد کايف ول .
په نوموړو ټاکنو کي بريالى هلمند د ډيرو رايو په کټولو سره د نوري اتحاديي د مشر په توگه وټاکل سو . د رياست د تآکنو سره يو ځاي د مشورتي بورد لپاره هم تاکني وسوي چي 8 کسه د ورته بريالي سول .
د نوي اتحاديي تشکيلاتي جوړښت
مشر : بريالي هلمند
مرستيال : حمديه همدرد
د بورد غري :
1 بري منگل
2 وحدت وفا
3 عبدالله عزيزي
4 مرتضي
5 رحيم الله
6 ذکريا
7 خالد
د يادوني وړ ده چي دا مهال په هندوستان کي 1800 افغان محصيلين په خپلو لوړو زدکړو بوخت دي.
بریالی هلمند د حاجی محی الدین خان زوی چی په کال ۱۳۶۲ د قوس پر ۲۱ د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي زږیدلی دی ، ښونځی یی تر ۱۱ ټولګۍ پوري په پاکستان کي مخي ته وړی او ۱۲ صنف یی د لښکرګاه د هلکانو په لیسه په کال ۱۳۸۲ کي پایته ورسوی ، او دامهال (۲۰۰۷) په هند کی د سیاسي علومو په برخه کي په خپلو لوړو زدکړو بوخت دی .