کور / تازه خبرونه / نسيم اخوندزاده:د خرقې د دروازې د پلورلو خبري افواهات دي

نسيم اخوندزاده:د خرقې د دروازې د پلورلو خبري افواهات دي

خرقي مطهرې متولي محمد نسيم اخوندزاده د يوې خبرې غونډي په ترڅ کي د خرقې مبارکي د دروازې پلورل يو ناشونی کار وباله او ټينګار يې وکړ چي خرقه بايد د سياست په ډګر کي په خپلو شخصي موضوعاتو کي ښکېل نه سي.

هغه غونډه چي نن د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د معلوماتو په مرکز کي د خرقې د دروازې د پلورلو د موضوع د څېړلو او حقيقت د رابرسېره کېدلو په موخه جوړه سوې وه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال په ګډون د خرقې مطهرې متولي محمد نسيم اخوندزاده هم پکي ګډون درلود، د خرقې مطهرې متولي په دې وروستيو کي د خرقې د دروازې د پلورلو په اړه ټولي يادي سوي خبري له حقيقته لري وبللې او غوښتنه يې وکړه چي خرقه مطهره دې د خپلو شخصي اغراضو لپاره په هېڅ ډول نه کارول کېږي دا ځکه چي د نوموړي په خبره خرقه مطهره يوازي د کندهار نه بلکي د ټول افغانستان او په مجموع کي د ټولو مسلمانانو ګډ مقدس شی دی.

محمد نسيم اخوندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کي د خرقې په اړه خبريالانو ته د يو لړ معلوماتو د ورکولو په ترڅ کي وويل، د خرقې شريفي د پنجرې د تاريخ په اړه ښايي لږ کسان معلومات ولري خو اصلاً ياده پنجره د امان الله خان غازي د واکمنۍ پر مهال د هغه د اکا نصرالله خان له خوا راوړل سوې او لګول سوې ده او په نوموړي ځای کي ځيني نور شمعان او هګۍ ته ورته شيان چي هغه مهال به د روښانايي لپاره ورڅخه کار اخيستل کېده راوړل سوي دي.

نوموړي وويل، د خرقې شريفې دروازه چي له مودو راهيسي د بېلابېلو واکمنيو پر مهال په سلګونو ځله په تېزابو پرېولل سوې او اوسمهال يې اصلي بڼه ډېره توره سوې، څه موده وړاندي ايران هيواد وغوښتل چي د خرقې لپاره يوه بله دروازه هم جوړه کړي. نسيم اخوندزاده زياتوي: ” دا پنجره تر ايښودلو وروسته پينځه سوه واره په تېزابو پرېولل سوې ده او د وخت په تېرېدو يې حالت ډېر خراب سوی دی خو سره له دې تاريخي ارزښت لري، اوس چي کومه دروازه ايران راوړې ده درې کلونه يې کېږي، خو خبره يې اوس را سربېره سوه، دا ټول شخصي مسايل دي، د شخصي مسايلو پر اساس د خرقې شريفې د دروازې د خرڅېدو خبرې کېږي، زه ډېر حيران ځکه يم، که چيري رښتيا هم ايران دا دروازه وړلای، نو درې کلونه مخکي به يې وړې وای ولې تر اوسه پر ځای پاته ده؟”.

په غونډه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال هم د خرقې مطهرې د دروازې د پلورلو ټولې خبرې بې بنسټه او بې ځايه وبللې او يادونه يې وکړه چي دوی به له دې وروسته ټولو خارجي ډپلوماټانو ته اجازه ورنه کړي چي د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسمي امر او رسمي پلاوي پرته د کندهار د تاريخي ابداتو څخه ليدنه کتنه کوي.