کور / تازه خبرونه / چاودنو ۶ ملكي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله واړول .

چاودنو ۶ ملكي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله واړول .

بمي چاودني د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي څلور ملکي وګړي ووژل .
چاودنه چې د سړک د غاړي ماين وو تيره شپه د سنځري کلي د دښت په سيمه کي د ملکي خلکو پر کرولا موټر چاوديدلی دی .
په موټر کي سپاره کسان ټول د پاخه عمر کسان دي او کندهار ښار ته په لاره وه .
د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال سيد جماالدين اغا وايې چې ماين ريموټ کنټرول وه او وژل سويو کسانو د دولت سره هيڅ اړيکي نه درلودلي .
د يوه بل خبر له مخي د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د سپيني په سيمه کې دوه ملي پوليس هغه وخت وژل سوي کله
چې د وسله والو طالبانو له لوري ښخ شوی پرسونل ضد ماين يې کشف کړی او بيا پرې چاوديدلی دی .
ولسوال عبدالغني مسلميار د پيښي پخلی کوي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .