کور / تازه خبرونه / د کندهار ولايتي ادارې کابل په نه همکارۍ تورن کړ

د کندهار ولايتي ادارې کابل په نه همکارۍ تورن کړ

د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ئيزو ارگانونو خپلواکه اداره
دکنـــدهار ولايـــت مقـــام
د دفتر رياست
مطبوعاتي مديريت

د کندهار ولايتي اداري چارواکو او ددغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو نن د خلکو او حکومت ترمنځ د يووالي او پيوستون په يوه جوړه سوې غونډه کي مرکز کابل له کندهار ولايت سره په نه همکاري تورن کړ.
د خلکو او حکومت تر منځ د يووالي او پيوستون دغه غونډه چي په منډيګک ماڼۍ کي جوړه سوې وه له کابل څخه د راغلي پلاوي په ګډون، کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال والي عبدالقديم پتيال، کندهار ښاروال، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، يو شمېر رئيسانو، قومي سپين ږيرو، ځوانانو او مېرمنو پکي برخه لرله.

دولسمشر حامد کرزي د ۴۹ ګڼي فرمان پر اساس له مرکز کابل څخه څو کسيزه پلاوی چي د ولايت مقام د ښې حکومتدارۍ، اداري اصلاح او ښه امنيت د ارزيابۍ په موخه راغلي و، له خلکو څخه وغوښتل چي په دغه ولايت کي د ښه حکومتدارۍ، اداري اصلاح او امنيت په برخه کي شته ستونزي ورسره شريکي کړي تر څو د حل لپاره يې اقدامات وسي.

په غونډه کي ولسوالانو، قومي مشرانو د ولايتي شورا غړو، ځوانانو او مېرمنو د کندهار مرکزي ادارې په ګډون له راغلي پلاوي سره شته ستونزي او مشکلات شريک کړل او د حل په موخه يې د جدي او ژر اقدام غوښتنه وکړه.

د غونډي ګډونوالو په يوه ږغ مرکز کابل په نه همکارۍ تورن کړ او ويې وويل، د کندهار برېښنا، د مامورينو نه استخدامول، په امنيتي برخه کي د بودجي کمښت او داسي نوري هغه ستونزي دي چي مرکز کابل يې په اړه بېخي بې تفاوتي ښيي.

د ولسواليو د ستونزو د لړۍ په ترڅ کي د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي وويل، پنجوايي يوه د هغو ولسواليو له جملې څخه ده چي د ولسوالۍ لپاره اساسي تعمير نه لري، زيات شمېر مسلکي مامورين په ولسواليو کي د معاشاتو د کمښت له کبله کار ته غاړه نه ږدي.

ښاغلی اسحاقزی زياتوي، که چيري مرکزي دولت ولسواليو ته توجه زياته نه کړي د وخت په تېرېدو به د امنيتي ستونزو تر څنګ ځيني نوري ستونزي هم پکي رامنځته سي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته د خبرو پر مهال، شکايت وکړ چي مرکز کابل ورسره د بوديجې په ورکولو کي همکاري نه کوي، والي زياتوي چي ډېری مهال د کندهار لپاره له لويه سره ډېره کمه بودجه ټاکل کېږي او تر منظورېدو وروسته کندهار ته يا خو نه رالېږل کېږي او يا هم له ډېر ځنډ وروسته رارسېږي.

والي غوښتنه وکړه چي په کندهار کي بايد مامورين د ولايتي ادارې په صلاحيت وټاکل سي او امتيازات يې بايد زيات وي.

له کابل څخه راغلي پلاوي ژمنه وکړه چي د کندهار ټولي ستونزي به په پوره ډول تر مربوطه ارګانونو او ولسمشر پوري ورسوي تر څو د کندهار ولايت ټولي ستونزو ته حللاري ولټول سي.