د او ښتون کلتوري ټولنې له لوري په مرکز ګردېز کې د ښې حکومت ولۍ او فساد سره د مبارزې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيده.
د اوښتون راډيو د نشراتو مسوول احسان الله مهجور وويل؛دغه ښوونيز ورکشاپ چې د ابرار خيريه اداري په مالي لګښت جوړ شوی او د پلي کيدو چارې د اوښتون کلتوري ټولنه په مخ وړي دوه ورځې وړاندې د ۲۵ نجونو لپاره د نجونو په ښاري ليسه کې جوړ شوی وه چې په وينايي د ښې حکومتوالي او د فساد سره د مبارزې په اړه بېلا بېلې موضوع ګانو باندې خبرې وشوي
د ورکشاپ ګډونوالې وايي؛ د ډول ورکشاپونو د نجنو لپاره ګټور دي تر څو په دې دوۍ هم پوه شي چې ښه حکومت ولۍ څنګه رامنځ ته کيدلی شي د ورکشاپ دوه تنو ګډونوالو د ورکشاپ د ارزښت په اړه اوښتون راډيو ته وويل:
(( ورکشاپ ډېر ګټور و موږ په دې پوهه شوه چې د فساد مخنيوی څه ډول کيدلی شي که دا ډول ورکشاپونه په ادارو کې د ښځينه مامورينو لپاره جوړشي اغيز به يي زيات وي))
(( زما نوم حنا ده دا ډول ورکشاپونه د نجنو لپاره زيات ارزښت لري زموږ په اوسني دولت کې ښې کومت ولۍ ته زياته اړتيا ليدل کيږي ))
ياده دې وې چې تر دې وړاندې هم د اوښتون کلتورې ټولنې له لوري د مرکز ګردېز په ګډون د دې ولايت په ډېرو ولسواليو کې د فساد د مخنيوي او دښې حکومت ولۍ په اړه قومي مخورو ته د ادراو مامورينو ته دا ډول ښوونيز ورکشاپونه جوړ کړي دي .