په هلمند كې ۱۴ تنه مروروروڼه د سولې له پروسې سره يوځاى شول
يادې شوې ډلې د سه شنبې په ورځ خپلې ۱۲ ميله وسلې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د سولې د شورا ځايي مسؤل فضل الباري فياض اونورامنيتي مسؤلينوگډون درلود د سولې پروسې ته وسپارلې.
د هلمند والي الحاج محمد نعيم ددې مراسموپرمهال وويل چې ياده شوې ډله په دې ولايت كې د ملي امنيت اوسولې د شورا په هڅوله جگړې څخه لاس په سراود سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
د نوموړي په وينا چې نوموړې ډلې د تيروپنځوكلونوراپه ديخوا د لښكرگاه په مربوطاتوكې د دولت ضد فعاليتونه ترسره كول اوژمنه يې كړې چې نوروسله وال مخالفين به هم له دې پروسې سره يوځاى كوي.
په همدې حال كې په دې ولايت كې د سولې د شورا ځايي مسؤل فضل الباري فياض وايي چې تردې مهاله په دې ولايت كې شاوخوا ۲۰۰ تنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوي اود دوى هڅه داده چې نورې ډلې هم د سولې له پروسې سره يوځاى كړي.
د يادونې وړده چې څه موده وړاندې هم په دې ولايت كې د وسله والومخالفينويوه ډلگۍ د سولې له پروسې سره يوځاى شوې وه
د يادوني وړ ده چي خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.